Language

په لوګر کې د طالبانو پر ضد لاريون وشو

پل علم (پژواک ٩ مرغومى ٩١): د لوګر په مرکز پل علم کې د وسلوالو طالبانو له خوا د دوو کارګرو د وژلو او درېيو نورو د ټپي کېدو په غبرګون کې لاريون وشو.

دغه لاريون، چې نن (د مرغومي ٩مه) په پل علم کې ترسره شو، يو ساعت يې دوام درلود، وروسته لاريون کوونکو احتجاجي غونډه هم وکړه او د وسلوالو طالبانو دغه کړنه يې وغندله.

لاريون کوونکو د لاريون او غونډې په ترڅ کې د (مرګ پر طالبانو) او (مرګ د ملکي خلکو پر قاتلينو) شعارونه ورکول.

په لوګر کې د پاڅونوالو مشر فرهاد اکبري، چې دغه لاريون يې سمبال کړى و، پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام ناوخته د پل علم اړوند د خد په سيمه کې وسلوالو طالبانو د يو کمين په ترڅ کې دوه کارګر وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

د هغه په وينا، يادو کارګرو د بهرنيو ځواکونو په اډه کې ورځ مزدوري کوله، کله چې ماښام مهال له اډې کور ته پر لاره وو، طالبانو يې پر سراچه موټر ډزې کړې دي.

د جميل په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې په پرونۍ پېښه کې يې ورور وژل شوى او ټوله کورنۍ يې اوس بې سرپرسته ده.

د هغه په وينا، په دې سيمه کې د پوليسو پوسته هم شته، خو نه شي کولاى چې د خلکو امنيت وساتي.

نوموړي زياته کړه، څه موده مخکې هم وسلوالو طالبانو په ياده سيمه کې د کارګرو په ويه موټر بريد کې پنځه تنه ټپي کړي وو.

جميل له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې يا دې د دغو کارګرانو لپاره امنيت خوندي کړي او يا دې هم ورته بل روزګار پيدا کړي، چې هغه ځاى ته له تګه خلاص شي.

د يادونې ده، تېره ورځ هم د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په يو کمين کې د يوې کورنۍ دوه تنه، چې ډاکتر او انجنير وو، ووژل شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.