Language

 مزارشريف ( پژواک ١٠ مرغومى ٩١ ) : د بلخ ولايت د پوهنې مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې څه باندې ۲۰۰۰ كسان د سواد زده كړې له كورس څخه فارغ شول.

 د پوهنې ريس قيس مهرآئين د مرغومي په ۱۰مه، د يادو كسانو د فراغت د مراسمو په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د دولت اباد او شولګر ولسوالۍ ۲۳۰۰ كسان د سواد زده كړو له كورس څخه فارغ شول.

نوموړي زياته كړه، چې په يادو كسانو كې ۸۰سلنه نجونې او ۲۰ سلنه سړي وو، چې ډېرى يې د لوړ عمر خاوندان وو.

د هغه په وينا، يادو كسانو ته نن له ۹ مياشتنيو زده كړو څخه وروسته له سواد زده كړې څخه د فراغت سندونه وركړل شول.

 د دولت اباد ولسوالۍ د قوژله كلي اوسېدونكي ۴۱ كلن محمد دين پژواك اژانس ته وويل، چې نوموړي له خپلې مېرمنې سره يوځاى د سواد زده كړې په دغه دوره كې برخه اخيستې وه.

نوموړي زياته كړه، چې دوى يې د خپلو اولادونو له لوري سواد زده كړې كورس ته تشويق او مجبور كړاى شوي وو.

د هغه په وينا،په پيل كې ورته په لوړ عمر كې ليك لوست زده كول بې مانا كار ښكارېده؛ خو اوس چې هم ليك كولى شي او هم لوست نو ډېره خوشاله دى.

 د پوهنې رييس وويل، چې دغو كسانو د انافي موسسې لخوا، چې له دوى سره د سواد زده كړې په برخه كې مرسته كوي باسواده شول.

 مهرآئين زياته كړه، چې د يادې موسسې په مرسته د تېرو پنځو كلونو په ترڅ كې ۱۱ زره كسان باسواده شوي دي.

د پوهنې رييس وويل، چې دوى هر كال د بېلابېلو موسسو په مرسته په بلخ ولايت كې ۲۰زره كسان له سواد زده كړې څخه فارغوي.

 نوموړي زياته كړه، سربېره پر دې چې په تېرو لسو كلونو كې  په بلخ ولايت كې د پوهنې په برخه كې ډير كار شوى، خو لا هم په دغه ولايت كې ۷۵ سلنه خلك د زده كړو له نعمت څخه بې برخې دي

 

Related Topics