Language

د بلخ يو اوسېدونکى د بېوزلۍ له امله خپل زوى پلوري

مزارشريف (پژواک ١٣ مرغومى ٩١): د بلخ په دهدادي ولسوالۍ كې يوې كورنۍ د بېوزلۍ له امله د خپل ورځني ژوند د لومړنيو اړتياوو د پوره كولو په خاطر د خپل دوه كلن زوى د پلور پرېکړه کړې ده.

د دهداي ولسوالۍ د نواباد سيمې اوسېدونكي ۴۵ كلن عبدالرووف د مرغومي په ۱۳مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په روان ژمي كې د بېكارۍ له امله اړ شوى، چې د خپلې كورنۍ د لومړنيو اړتياوو د پوره كېدو په موخه خپل اولاد وپلوري.

نوموړى، چې يو كال مخكې د دغه ولايت له البرز سيمې څخه ياد كلي ته د مزدورۍ په موخه تللى، په روان ژمي کې يې له بې روزګارۍ شکايت وکړ.

دى، چې له خپلې كورنۍ سره د نواباد سړك پر غاړه په يوه كنډواله كور كې اوسېږي، وايي، چې د ژمي له لومړيو تر اوسه ۱۳زره افغانۍ پوروړى شوى دى.

عبدالرووف، چې له خپلو اولادونو او مېرمنې سره يوځاى په يوې زړې نمناكې خونې كې پر پلاستيكي فرش ناست و، زياته کړه، له چا چې پوروړى دى، پيسې ترې غواړي؛ نو اړ شو، چې د خپل دوه كلن زوى د پلورلو تصميم ونيسي.

نوموړي زياته كړه، چې له تېرو دوو ورځو يې په كور كې اور نه دى بل شوى؛ خو د اخيستي پور د بېرته خلاصېدو له امله اړ شو، چې په زړه غټه تېږه كېږدي او په ۲۶زره افغانۍ د خپل زوى د پلورلو تابيا وكړي.

د هغه په وينا، هغه كس چې د زوى د پلورلو خبره يې ورسره كړې، نه يې پېژني؛ خو د درېيمګړي په وسيله يې ورسره خبرې کړې او دومره معلومات لري، چې بې اولاده دى.

عبدالرووف وويل، د كلي خلكو يې مخه نيولې، ښايي ورسره مرسته وكړي؛ خو لا هم ورسره كومه ځانګړې مرسته نه ده شوې.

نوموړي زياته کړه: ((زما په زړه كې و، چې يو زوى به وپلورم او په پيسو به يې پاتې اته نور وساتم.))

د عبدالرووف مېرمن، چې خپل زوى يې په غېږ كې و، پژواك اژانس ته وويل، كله چې خبره شوه، مېړه يې ورته زوى پلوري؛ نو خپل ګاونډيان يې پرې خبر كړل.

نوموړې زياته كړه: ((كله چې به مې د مېړه مجبوريت او د ټولې كورنۍ تنګلاسي ليدله؛ نو غلې به شوم؛ خو چې زوى ته به مې پام شو، نو له زړه به مې سوې كوكه ووته او بېوسه به پر ځمكه كېناستم.))

د هغې په وينا، هېڅ مور نه غواړي، چې اولاد يې ترې بېل شي؛ خو دا پوهېږي، چې مېړه يې مجبور دى.

د يادې سيمې ملك فيض محمد هم د عبدالرووف د زوى د خرڅېدو مسئله تاييد كړه؛ خو زياته يې كړه، چې كليوالو يې مخه نيولې ده.

نوموړي زياته كړه: ((موږ په دې هڅو کې يو، چې يو څه مرسته ورسره وكړو او له شته مجبوريت څخه يې را وباسو.))

د شمال زون د بشر د حقوقو مسوولين په هېواد كې د ورته پېښو د رامنځ ته کېدو پړه پر دولت اچوي، چې لا هم خلكو ته د كارموندنې په برخه كې پاتې راغلى دى.

په مزارشريف كې د شمال زون د بشر د حقوقو د خپلواك كمېسيون مشر سيدمحمد سامع پژواك اژنس ته وويل، چې عبدالرووف د فقر له امله اړ شوى، چې د خپل زوى د پلورلو تصميم ونيسي.

نومړي زياته كړه، چې په روان ژمي كې د كار د نشتوالي له امله ډېرى خلك د ژوند د لومړنيو اړتياوو د پوره كېدو لپاره حيران دي.

د هغه په وينا، که چېرې په تېرو لسو كلونو كې دولت د كارموندنې په برخه كې يو څه هڅې هم كړې واى نو ښايي حالات بدل واى.

سامع وايي، تېر كال هم په ياده ولسوالۍ كې يو كس د خپل زوى د پلورلو هڅه كړې وه.

د يادونې ده، چې له دې مخکې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بېوزلۍ او غربت له امله يو شمېر هېوادوالو خپل اولادونه پلورلي دي.

وروستۍ پېښه تېره اونۍ په پروان ولايت کې رامنځته شوې وه، چې يوه تن خپل د درېيو مياشتو لور په اوه زره افغانۍ پلورلې وه.

Related Topics