Language

د کرکټ ملي لوبډلې  الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

جلال اباد (پژواک ١٣ مرغومى ٩١) د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د الف لوبډلې ته د کرکټ په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن )د مرغومي ١٣مه( د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې زرګونه کسان يې نندارې ته راغلي وو.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وګټله او لومړى يې الف لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د هېواد د کرکټ الف لوبډلې په ټاکل شوو ٣٥ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٩٢ منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته يې د ١٩٣ منډو هدف کېښود.

هوتک وايي، چې د الف لوبډلې له لوري فضل نيازي ٦٤، همايون ٥٩، عامر منګل ٢٥ او غمي ځدراڼ ٢٣ منډې جوړې کړې او د ملي لوبډلې له لوري محمدنبي او جاوېد احمدي د الف لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د نوموړي په وينا، ملي لوبډلې دغه هدف په دوه دېرشم اوور کې د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د ملي لوبډلې له لوري نوروز منګل ٦٤، کريم صادق ٣١، سميع شينواري، ٣٩ او محمد نبي ٢٤ منډې جوړې کړې.

نوروز منګل د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ټاکل شوې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دويمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره شي.