Language

له بګرام زندانه د غزني ۱۶ بنديان خوشي شول

غزني (پژواک ١٣ مرغومی ۹۱): د غزني د سولې د عالي شورا او د ولايت مقام په مرسته له بګرام زندانه د دغه ولايت ١٦ بنديان خوشي شول.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده د مرغومي په ١٣مه د ولايت په مقام کې خپلو کورنيو ته د يادو بنديانو د سپارلو پر مهال د دغو کسانو پر خوشي کېدو خوښي وښوده.

خو نوموړي له خوشي شوو کسانو وغښتل، چې له دې وروسته دې د خپل هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي او له دغه بنده په عبرت دې نور له ورانکاره کړنو مخ وګرځوي.

هغه زياته کړه: ((زه دا منم چې د بګرام په زندان کې د مجرمينوترڅنګ زيات شمېر بې ګناه کسان هم اوسېږې او بايد بې ګناه کسان ټول له بند څخه راخوشي شې.))

د غزني والې وويل، د سولې شورا په دې هڅه کې ده څو د غزني ټول هغه بنديان چې اوس مهال د بګرام په بند کې شپې ورځې تېروي، راخلاص کړي.

د بګرام زندان لپاره د ملي اردو د کنډک مسوول ډګرمن شهاب الدين وويل، کله چې د دغه زندان مسووليت افغان دولت ته سپارل شوی نو له هغه وروسته له بنديانو سره مناسب چلند کېږي.

هغه زياته کړه: ((کله چې د دغه زندان چارې دولت ته سپارل شوې تر اوسه نږدې ۶۰۰ بنديان خوشی شوی او د روان کال تر وروستيو به هم نږدې ۶۰۰ تنه بنديان خوشي شي.))

د غزني ولايت د قره باغي سيمې اوسېدونکی عبدالرحمن، چې نږدې دوه نيم کاله يې په بند کې تېر کړي پژواک ته وويل: ((بهرنيانو راسره ډېر ظلمونه کول، څو څو ځلې يې راته شارټ راکړ او اوس راته يو ډول ناروغي پيد اشوې.))

د عبدالرحمن په خبره، کله چې بهرنيو ځواکونو د دوی په کور چاپه واچوله نو هغه شپه يې هم د دوی کورنۍ ډېره وځوروله او نږدې ۲۲زره امرياکايي ډالره يې د دوی له کوره يوړل، چې تر اوسه ورک دي.