ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: په افغانستان کې د ځمکې غصب  فرهنګ ګرځېدلى

کارپوهان: په افغانستان کې د ځمکې غصب فرهنګ ګرځېدلى

کابل (پژواک١٤مرغومي٩١): ځينې کارپوهان  وايي، په افغانستان کې د ځمکو غصب په يوه فرهنګ بدل شوى او ترڅو چې سالم حکومت رامنځته او ټولنه اصلاح نشي، دا لړۍ به همداسې دوام ولري.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ٤ ميليون جريبه دولتي او نورې  ځمکې غصب شوې دي .

چارواکي وايي، چې دغه ځمکې د زورواکو او عامو خلکو لخوا غصب شوې دي .

ويل کېږي ، چې ځينې دولتي چارواکي هم د ځمکو په غصب کې لاس لري.

د افغانستان رسنيز مشارکت ، چې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي مؤسسه ، د کليد نشراتي ارګان او هشت صبح ورځپاڼه يې غړي دي ، د ولسي جرګې غړى عبدالجبار قهرمان او سياسي کارپوه مياګل وثيق په افغانستان کې د ځمکو د غصب  په اړه جوړ شوي  ګردي مېز ته بللي وو .

د ولسي جرګې غړي عبدالجبار قهرمان وويل ، چې د ځمکو غصب هم په لوړ پوړو چارواکيو او هم په عامو  خلکو کې پر يوه فرهنګ بدل شوى، چې له منځه وړلو ته يې اړتيا ده.

دى وايي ،چې په افغانستان کې د ځمکو د غصب په څېر ستونزو د له منځه وړو لپاره د کمېسيونونو جوړول بې ګټې دي او بايد ددې ستونزې د له منځه وړو لپاره دېکتاتور نظام واکمن شي، ترڅو په  ټولنه کې د زور له لارې اصلاحات راولي.

د ده په اند، د ځمکو د غصب مخنيوى هغه مهال شونى دى ، چې د لوړپوړو ودانيو له مالکانو پوښتنه وشي، چې دومره ډېرې پيسې يې له کومه کړې دي .

سياسي کارپوه مياګل وثيق هم وايي ، په کار ده چې د ځمکې د غصب د فرهنګ د له منځه وړو او له غاصبينو سره د حساب کولو لپاره، قاطع  او د قانون او عدالت پر بنسټ ولاړ  پياوړى نظام رامنځته شي.

وثيق وويل چې ولسمشر حامدکرزى په خپلو خبرو سره لا خلک غصب او فساد ته تشويقوي.

 هغه په دې اړه  د کرزي هغه خبره ياده کړه ، چې څو مياشتې وړاندې يې  په کابل کې ويلي  وو له هرې لارې ، چې پيسې پيدا کوئ په افغانستان کې يې ولګوئ بهر ته يې مه لېږدوئ.

کرزي ويلي وو:” مهمه نه ده چې له کومې لارې پيسې ترلاسه کوئ، خو دننه په افغانستان کې پرې پانګونه وکړئ، دننه په افغانستان کې پرې لوړپوړې ودانۍ جوړې کړئ، پيسې له هېواده بهر مه باسئ، له افغانستان څخه بهر پانګونه مه کوئ او لوړپوړې ودانۍ مه جوړوئ.”

 کرزي بهرنيان په فساد کې ښکېل بللي او تر ډېره د فساد د لويې برخې پړه يې پر بهرنيانو اچولې ده.

 خو وثيق ددې څرګندونو په اړه وايي، که بهرنيان په فساد کې ښکېل وي، نو د ځمکو په غصب کې  خو ښکېل نه دي .

هغه وايي ، چې  د اداري  فساد پر وړاندې مبارزې په اړه د حکومت ژمنې ځکه عملي نه دي، چې “دولت له مفسدينو جوړ او پر همدوى ولاړ دى.”

 وثيق نيوکه وکړه ، چې څو ورځې مخکې د حکومت پر کړنو د ولسي جرګې د څار کمېسيون په خپل راپور کې وويل ، چې  په کابل کې ٤٠ زره جرېبه ځمکه د ١١ کسانو لخوا غصب شوې، خو د غصب کوونکو نومونه يې ياد نه کړل .

ددې کمېسيون مشر ولسي جرګې ته ويلي و، چې په دې برخه کې نورو څېړنو ته اړتيا ده او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به ددغو کسانو نومونه افشا کړي.   

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.