Language

په کونړ کې د دوو بهرنيانو په ګډون درې وسله وال ووژل شول

اسعداباد (پژواک ١٩ مرغومى ٩١): د کونړ چارواکي وايي، په دې ولايت کې د ايساف په هوايي بريد کې د دوو بهرنيو په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده پېښه نن (د مرغومى ١٩مه) مازيګر ناوخته د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اړوند د کټار په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په وژل شويو کسانو کې د يوه افغان په ګډون دوه بهرني جنګيالي، چې عربان دي، وژل شوي دي، خو نوموړي د هغوى هويت په ډاګه نه کړ.

د وحيدي په وينا، په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادې پېښې په اړه وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics