ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرحدي پوليسو په تورخم کې د اوسپنيزې دروازې د درولو مخنيوى وکړ

سرحدي پوليسو په تورخم کې د اوسپنيزې دروازې د درولو مخنيوى وکړ

author avatar
9 Jan 2013 - 11:17
سرحدي پوليسو په تورخم کې د اوسپنيزې دروازې د درولو مخنيوى وکړ
author avatar
9 Jan 2013 - 11:17

جلال اباد (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): پاکستاني سرحدي ځواکونو غوښتل چې د تورخم پر بندر اوسپنيزه دروازه ودروي، خو د افغان سرحدي ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.

په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي ځواکونو سرحدي پوليسو درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د تورخم پر پوله اوسپينزه دروازه ودروي، خو د دوى له خوا يې مخالفت وشو.

هغه زياته کړه: ((موږ دغه مسئله د خبرو له لارې حل کړه او ورته مو وويل، که چېرې تاسو غواړئ دروازه ولګوئ، په دې مسئلې بايد لوړ پوړي چارواکي بحث وکړي، نه تاسو.))

بلخوا د سرحدي پوليسو يوه بل چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل، نږدې وه، چې په تورخم سرحدي ښارګوټي کې د افغاني او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شي.

نوموړى وايي: ((پاکستاني ځواکونه هم په پوستو کې ځاى پر ځاى شوي وو او افغان ځواکونو هم پوره تيارى نيولى و.))

دى زياتوي، که چېرې خبرې پنځه دقيقې نورې هم ځنډېدلى واى ښايي په تورخم سرحدي ښارګوټي کې يوه لويه نښته رامنځته شوي واى.))

خو د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال بيا وايي: ((د هغوى خپل کار دى او زموږ خپل، خو که څوک راسره جنګ کوي د سر په بدله هم موږ خپل حق چا ته نه پرېږدو موږ په هر وخت کې تيار يو.))

سالم جان، چې په تورخم کې هټۍ لري پژواک اژانس ته وويل، چې پرون مازديګر د پولې ها خوا هم ډېرى پوليس په پوستو کې ځاى پر ځاى شول او دېخوا هم پوليسو مورچې ونيوې.

هغه وايي: ((د تورخم لاره مازديګر بنده شوه او نن سهار بېرته خلاصه شوې ده.))

دى زياتوي، چې په ډېر کم وخت کې افغان ځواکونه د تورخم په ټول سرحدي ښارګوټي کې خواره شول او د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې يې چمتووالى وښود.

ياده دې وي. چې دغه ستونزه وروسته له هغه راپورته شوه، چې څو ورځې وړاندې يوشمېر پاکستاني اتباع د څرخي پله په پوسته کې د افغان ځواکونو له لوري وډبول شول.

تر دې پېښې وروسته پاکستاني ځواکونو درې ځلې د تورخم پوله د افغانانو پر مخ وتړله.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.