Language

محکمې يوه تن ته د اعدام سزا واوروله

هرات (پژواک٢١مرغومى٩١): د هرات لومړنۍ محکمې يوه تن د خپلې مېرمنې د وژلو په تور د اعدام سزا واوروله.

د يادې قضايي غونډې مشر غلام رسول منصور پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد حکم لومړنى دى او تورن په مرافعې او استيناف محکمو کې له ځانه د دفاع حق لري.

د هرات د والي وياند محی الدين نوري وويل، چې په اعدام محکوم شوى شخص د روان کال په لومړيو کې امنيتي ځواکونو د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نيولى دى.

ده زياته کړه، ياد کس څارنوالو ته د تحقيق په جريان کې په خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

د نوري په وينا، د هرات عدلي او قضايي ادارو د روان کال په اوږدو کې تراوسه پورې د ښځو د وژلو او يا هم د مېرمنو د مرګ د اقدام ٥٠ دوسيې څېړلې دي.

Related Topics