Language

د پنځو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

اسعداباد (پژواک ٢٣ مرغومى ٩١): د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې د نښتې په ترڅ کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته پرون له غرمې وروسته د کامدېش ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې پنځه وسلوال طالبان وژل شوي، درې ټپيان دي او د وژل شوو جسدونه هم په سيمه کې پراته دي.

نورستاني وويل، چې په دې نښته کې يو پوليس هم ټپي شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د نوموړي په وينا، پوليسو يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې جګړه کې د طالبانو وژل کېدل ردوي او يواځې د درېيو طالبانو ټپي کېدل تاييدوي.

هغه د ګڼ شمېر پوليسو د وژلو ادعا وکړه.

Related Topics