جلال اباد( پژواک ٢٤ مرغومى ٩١): په ننګرهار ولايت کې د وسلوالو مخالفينو پنځه کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.
د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر ملک نذير بابا د مرغومي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې پنځه کسيزې ډلې په اچين ولسوالۍ کې فعاليت کاوه.
هغه زياته کړه، د يادې ډلې په يوځاى کېدو کې له ملي امنيت سربېره د سولې له کمېټې سره يوځاى شويو پخوانيو قوماندانانو هم هلې ځلې کړې دي.
د نوموړي په وينا، راغلو مخالفينو له ځان سره څلور ميله وسله هم راوړې ده.
د يادې ډلې قوماندان محبت خان پژواک اژانس ته وويل، وروسته له دې به د دولت پر ضد له ورانکاره کړنو څخه لاس اخلي.
هغه زياته کړه: ((تراوسه نه پوهېدو، له دې وروسته به د خپل ولس په ګټه کار کوو، مونږ خو د پاکستان اى ايس اى غولولو، پيسې يې راکولې.))
نوموړي په خپله اعتراف وکړ چې مخکې غولېدلى، خو وروسته له دې به په سيمه کې د ورانکارو کړنو مخه نيسي.
د سولې له بهير سره يوځاى شوي صلاح پژواک ته وويل، دوى ته د پاکستان د اى ايس اى له خوا پيسې ورکول کېدې، چې په افغانستان کې ورانکاره فعاليتونه وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ ته به د پاکستان استخباراتو ويل چې مکتبونه وران کړئ، خلک ووژنئ چې په سيمه کې وېره خپره شي.))
ده په نورو وسلوالو غږ وکړ، چې د خپل هېواد له ورانۍ دې لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې دې رغنده رول ولوبوي.
ياده دې وي چې تېره ورځ هم، د حيات الله په نوم د يوه قوماندان په مشرۍ يوه پنځه کسيزه ډله د سولې له بهير سره يوځاى شوې وه.
د سولې د عالي شورا او د ايساف د معلوماتو له مخې، تراوسه په ټول هېواد کې نږدې ٦٠٠٠ وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.