مزار شريف ( پژواک، ٢٥ مرغومى ٩١ ) : ازبکستان د افغان سوداګرو څه دپاسه دوه زره ټنه وچه مېوه دبلخ ولايت په حيرتان بندر کې ايساره کړې ده.
په بلخ کې ځايي چارواکي وايي، چې دا وچه مېوه د هېواد د شمالي او سوېلي ولايتونو د سوداګرو ده، چې غواړي روسيې ته يې ولېږدوي.
په دغه ولايت کې د يوه ترانسپورټي شرکت مسوول احمد شاه د مرغومي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وچه مېوه له تېرو څو ورځو راهيسې د حيرتان په بندر کې ايساره ده.
هغه زياته کړه ، افغان سوداګر غواړي، چې دغه مېوه د اورګاډي له لارې د ازبکستان قرمز ښار ته ولېږدوي.
خو د نوموړي په وينا، ازبکستان داورګاډي له لارې اجازه نه ورکوي او له سوداګرو يې غوښتي ،چې د سيند او کښتۍ له لارې يې ولېږدوي.
احمدشاه وايي، چې تر قرمز ښاره پورې دا وچه مېوه په کښتۍ او دوو موټرو کې وړل کېږي، چې ډېر زيات لګښت پرې راځي، په داسې حال کې، چې په اورګاډي کې يې لګښت ډېر کم دى.
ده زياته کړه : (( ازبکستان غواړي چې خپلو سوداګرو او شرکتونو ته د کښتۍ له لارې ډېره ګټه ورسوي او افغان سوداګر له زيان سره مخامخ کړي.))
په بلخ ولايت کې د سوداګرۍ خونې رييس ډاکتر محمد هاشم برنا هم ياده ستونزه تاييد کړه او له مرکزي حکومت څخه يې وغوښتل ،چې د بهرنيو چارو وزارت له لارې دې دا ستونزه هواره کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له ازبکستان سره په دې برخه کې کومه سرحدي ستونزه پيدا شوې، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم ياده ستونزه تاييد کړه او ويې ويل، چې نن د ولايت په اداري مجلس کې په دې اړه بحث او خبرې وشوې.
د نوموړي په وينا، د ولايت اداري مجلس د سوداګرۍ خونې مسوولينو ته دنده وسپارله، چې دا موضوع وڅېړي او ژر تر ژره دې د ولايت مقام ته راپور ورکړي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن