غزني (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩١): د غزني امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال د وسلوالو طالبانو يو قوماندان وژل شوى دى.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند حکيم الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار لس بجې د قره باغ په لالزي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د ملاشريف په نوم يو طالب قوماندان وژل شوى، چې جسد يې له ملي پوليسو سره دى.
د ستانکزي په وينا، نور وسلوال طالبان له سيمې تېښتېدلي او نښته له غرمې وروسته په درې نيمو بجو پاى ته رسېدلې ده.
دى وايي، له وسلوالو طالبانو زياته اندازه وسله او پنځه بوشکې چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د رحمت الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، وسلوال طالبان د مېنې سيمې يوه بڼ ته ننوتي وو، چې امنيتي ځواکونو ورسره نښته پيل کړه.
ده زياته کړه، په خپله يې وليدل چې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه ملي پوليس ټپيان وو. دغه راز طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د جزئياتو په اړه يې معلومات نه لري.
د ده په وينا، په نښته کې دواړو لورو له سپکو او درنو وسلو کار اخيستى، چې له غرمې وروسته د بهرنيو ځواکونو الوتکې هم په سيمه کې وليدل شوې.