اسعد اباد ( پژواک ٤ سلواغه ٩١ ) : د کونړ ولايت چارواکي وايي ، چې ددې ولايت يوه اوسېدونکي خپله ښځه لومړۍ وژلې او بيا يې سوځولې ده.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري د سلواغې په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن د ماڼوګي ولسوالۍ د دري ښار په کلي رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د اسحاق په نامه ددې کلي يوه اوسېدونکي خپله ښځه لومړى په چاقو وژلې او بيا يې پرې تېل اچولي او سوځولې ده.
نوموړي وويل، چې سيمې ته يې جنايي پوليس لېږلي او د اسحاق په ګډون يې ٦ کسان نيولي دي.
نذيري وايي ، چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې روانې دي او د وژل شوې ښځې جسد به د اسعد اباد روغتون ته و لېږدول شي.
ديادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې پر ښځو د تاوتريخوالي او د ښځو د وژلو او زندۍ کولو پېښې زياتې شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن