هرات (پژواک، ٤ سلواغه ٩١): د هرات له يوه ديني دارالعلوم څخه سلګونه مېرمنې فارغې شوې.
د هرات والي ډاکټر داوودشاه سبا د يادو مېرمنو د فراغت په مناسبت د جوړې شوې غونډې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت د نارينه وو ترڅنګ د ښځو ښوونې او روزنې ته ژمن دى.
ده زياته کړه، همداد ده چې د هرات له الغياثيه دارالعلوم څخه نن نږدې زر تنه مېرمنو د ديني زده کړه له زده کولو وروسته د فراغت سند واخيست او زرګونه نورې په ديني روزنه بوختې دي.
د هرات د علماو شورا رييس مولوي خداداد صالح، چې د الغياثيه مدرسې مشري هم
په غاړه لري، پژواک ته وويل، ۹۵۳ ښځينه محصلينې يې له ديارلسم او څوارلسم
ټولګيو څخه فارغه شوې، چې دوه سوه تنو يې د څوارلسم او پاتې نورو د ديارلسم ټولګي بري ليکونه واخيستل.
صالح زياته کړه، د دوى سند د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو کې رسميت
لري او فارغې شوې مېرمنې د غوښتنې په صورت کې د حکومت په رسمي دندو ګومارل کېدلى
شي.
د ده په وينا، همدا اوس يې په مدرسه کې ۳زره نورې ښځينه زده کوونکې له لومړي څخه تر ۱۴ ټولګي پورې په زده کړو بوختې دي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، تر ۳۰۰ نورې مېرمنو ته يې د حقوقو او سياسي
علومو، شرعياتو برخه کې د پوهنتون په کچه د تحصيل زمينه برابره کړې ده.
صالح وويل، له دارالعلوم سره يې له دولت سربېره يو شمېر سوداګر او شتمن خلک مالي مرسته کوي.
يوې فارغې شوې ٢٣ کلنې فاطمې فروغ پژواک ته وويل، ډېره خوښه ده او اوس وپوهېده چې څنګه ځان، خپل خداى او کورنۍ وپېژني.
هغې زياته کړه: ((هڅه به وکړم چې زده کړى علم په خپل ژوند کې عملي کړم او ټولنه کې د ديني زده کړې د يوې ښوونکې حقيقي رول ولوبوم.))
د هرات د معارف رياست د اسلامي تعليماتو مرستيال رييس مير عزيز الرحمن پژواک ته
وويل، په هرات کې ډېرې کورنۍ په خپلو نجونو ديني زده کړې کوي، چې په
الغياثيه سربېره ګذرې، زنده جان او غوريانو ولسواليو کې هم يو شمېر مدرسې
فعاله او د زده کوونکو شمېر يې له څلور زرو تنو څخه اوړي.