Language

خلک: په تورخم کې د بډو له امله ځينې مالونو نه محصول کيږي

جلال اباد (پژواک، ٥ سلواغه ٩١): يو شمېر خلک وايي، چې د تورخم د ګمرک مامورين له محصول پرته ، د بډو په مقابل کې هېواد ته د ځينو مالونو د واردولو اجازه ورکوي.

 

د ګمرک چارواکي هم تر يوه بريده د اداري فساد شتون مني ، خو وايي چې دوى يې د مخنيوي لپاره اړينې  هڅې کوي.

 

تورخم د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې پروت ستر سوداګريز بندر دى او د هېواد ډېرى صادرات او واردات د همدې  بندر له لارې کيږي.

 

زيارالله ،چې د تورخم په بازار کې هوټل لري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هره ورځ په موټرو، موټرو شيدې، دوا او ځينې نور توکي په قاچاقي ډول له تورخمه جلال اباد او د هېواد نورو سيمو ته لېږدول کيږي .

 

ده زياته کړه: (( د ګمرک مامور ورسره جوړ وي، بس له هغې خوا نه يې په کراچيو کې راواړوي او چې ګمرک نه تېر شي، بيا يې په موټر کې بار کړي.))

 

د هغه په وينا، د هر موټر په سر د ګمرک مامور ته پيسې ورکول کېږي.

 

تفسيرالرحمان هم يو له هغو کسانو څخه دى، چې د تورخم په بندر کې کاروبار کوي .

 

دى هم وايي، چې ددې بندر له لارې ځينې توکي پرته له محصول څخه هېواد ته راوړل کيږي.

 

هغه زياته کړه : (( موبايلونه، دوا، شراب او داسې نور شيان راوړي؛ بس په سکينر کې پيسې ورکړي او په خپله مخه ځي.))

 

نوموړى زياتوي، بډې اخيستونکي مامورين په تورخم کې ټاکلي صرافان لري او بډې ورکوونکيو ته وايي، چې د بډې پيسې ټاکلي  صراف ته ورکړي.

 

خو ده په دې اړه د کوم صراف نوم ياد نه کړ.

 

د پاک افغان دوستۍ په نوم يو شمېر بسونه د جلال اباد – پېښور پر لاره تګ راتګ کوي .

 

له همدې بسونو څخه د يو بس کلينر ،چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، په تورخم کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د موټر په شاتنۍ برخه کې يوه اوږده بکسه لري او دوى په کې له موبايلونو او دوا نه پرته نور څه نه راوړي.

 

هغه زياته کړه: (( زه له نور چا نه يم خبر، خو موږ  هر ځل دوى ( د ګمرک مامورينو ) ته  لس زره کلدارې او يا هم لږې څه کمې ورکوو او پرېږدي مو.))

دى وايي، هرکله چې له دوى نه د ګمرک مامورين پيسې اخلي، نو ورته وايي: (( زموږ نه يې مشران غواړي، دا موږ جېب کې نه اچوو.))

 

هغه، چې کله د خپل بس چلوونکي له پژواک سره په خبرو وليد، غوسه يې پرې وکړه او له نورو خبرو يې منع کړ.

 

بل پلو د ګمرک د ساتنې قطعې يوه ساتونکي له يوه کراچيوان څخه چې توکي يې لېږدول ،  درې سوه کلدارې واخيستې، خو چې د لامل پوښتنه مو ترې وکړه، له خبرو کولو يې ډډه وکړه.

 

له شاوخوا دوو اونيو هڅو وروسته، پژواک وکولاى شول ، چې د يادې موضوع په اړه د تورخم د ګمرک د مسوول نثاراحمد نظر واخلي.

 

نثاراحمد چې تر يوه بريده په دې ګمرک کې د فساد شتون مني ، د سلواغې په ٤مه، پژواک اژانس ته وويل ،چې د تېرو کلونو په پرتله د تورخم د ګمرک په عوايدو کې ١٣سلنه لوړوالى راغلى او د سکينر په لګېدو د فساد يو څه مخنيوى شوى دى.

 

هغه وايي: (( زه دا نه وايم چې دلته به فساد نه وي، دا خو مالومه ده چې افغانستان په فساد کې لومړى هېواد دى، خو مخنيوى يې کوو.))

 

دى زياتوي، ډېر مالونه پرته له دې چې محصول شي په پټه وړل کېږي، چې دوى ورته لاسرسى نه لري.

هغه وايي، چې د ګمرک د ساحې کموالي هم ستونزه جوړه کړې ده ، ځکه چې هلته د ډېرو موټرو د درېدو ځاى نشته او دوى بايد مالونه په بيړې وپلټي.

 

د ګمرک مسوول دا خبرې په داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د عامه نظم پوليسو د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند په ثمرخېلو سيمه کې دوه موټره شيدې، چې ګمرکي محصول يې نه و شوى او د جلال اباد ښار ته لېږدول کېدې، نيولې وې.

 

په ثمرخېلو کې د عامه نظم د پوستې قوماندان محمدايمل مجددي پژواک ته وويل، د ورځې په لسګونه موټر داسې راځي ، چې نامحصول شوي مالونه  په کې وي.

 

هغه وايي: (( د تورخم د ګمرک ټول مسوولين ورسره شريک دي او هغوى يې رالېږي؛ هره ورځ يې موږ نيسو او ګمرک ته يې سپارو، خو چې ګورو يې بيا راشي.))

 

پژواک هڅه وکړه ، چې د ګمرک د ساتنې قطعې د قوماندان نظر هم واخلي، خو له ډېرو هڅو سره سره بريالى نه شو.