ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-کندوز بازانو لوبډلې د راولپنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کابل-کندوز بازانو لوبډلې د راولپنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

author avatar
25 Jan 2013 - 15:15
د کابل-کندوز بازانو لوبډلې د راولپنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه
author avatar
25 Jan 2013 - 15:15

کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩١): د کابل-کندوز بازانو کرکټ لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ په سياليو کې د پاکستان د راولپندۍ ښار لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اوو هېوادونو د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ډي پي اېل يا صحرا پريمير ليګ په نوم د کرکټ شل اووريزې نن (د سلواغې ٦مه) د  متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې پيل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان د کابل-کندوز بازانو لوبډلې د پاکستان د راولپنډۍ ښار د طه په نامه له لوبډلې سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.

هغه زياته کړه، چې د باران له امله دا لوبه له ٢٠ اورونو څخه ١٢ اورونو ته راټيټه کړى شوې وه.

د هوتک په وينا، د دې لوبې پچه د پنډۍ لوبډلې وګټله او لومړۍ يې افغان لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.

دى وايي، چې د افغانستان لوبډلې په ١٢ اورونو کې ١١٧ منډې جوړې کړې او  سيالې لوبډلې ته يې د  ١١٨ منډو هدف کېښود.

د کابل–کندوز بازانو لوبډلې منېجر ډاکټر نورعلم فريد له شارجې څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک اژانس ته وويل، چې د بازانو له لوري ميرويس ځاځي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او ٥٣ منډې يې جوړې کړې، دغه راز عبدالله هم ٢٢ منډې جوړې کړې.

هغه زياته کړه، چې د پاکستان د راولپنډۍ ښار لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټولې لوبډله يې په ١٢ اورونو کې يواځې ٨٢ منډې جوړې کړې.

د ډاکټر فريد  په وينا، د بازانو له لوري محمود شينواري درې، نوب خان دوه، قادر او زرجان يو يو لوبغاړي وسوځول.

نوموړي وويل، چې د دوى لوبډله به سبا ته د اماراتو د متار سي سي په نوم ځايې لوبډلې سره خپله دويمه لوبه ترسره کړي.

د يادونې ده، چې د دغو سياليو نندارې ته د افغانستان د ولسي جرګې د وکيل شريف الله کامه وال په ګډون سلګونه افغانان ورغلي وو او افغان لوبغاړي يې تشويقول.

د کرکټ په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، متحده عربي امارات او کويټ د بېلابېلو ښارونو او کلبونو ٣٢ لوبډلې برخه اخلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.