Language

جلال اباد (پژواک ٧ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې پوليسو د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې ١٣٠ کيلو ګرامه تارياک له دوو تنو تورنو سره نيولي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې د سرخرود ولسوالۍ اړوند د درونټې د پلټنې په پوسته کې يو ډاډسن موټر، چې ١١٠ کيلوګرامه تارياک په کې ځاى پر ځاى شوي وو نيولي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د دغو تارياکو د قاچاق په تور يو تن موټر چلوونکى له يوه ډاډسن موټر سره نيول شوى، چې د خوګياڼو له ولسوالۍ نه يې رابار کړي وو.))

د هغه په وينا، قضيه تر څېړنې لاندې ده او ښايي د تارياکو له قاچاق سره د تړاو په تور نور کسان هم ونيول شي.

د يوه بل خبر له مخې، مشرقيوال وايي، چې د کوټ ولسوالۍ په تيريلي سيمه کې يې يو تن د ٢١ کيلو تارياکو د قاچاق په تور له يو کرولا موټر سره نيولى دى.

د ده په خبره، ياد تارياک د لغمان ولايت نه کوټ ولسوالۍ ته لېږدول کيدل، چې ملي پوليسو د يو کشفي راپور پر بنسټ نيولي دي.

Related Topics