Language

د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسلوال طالبان ووژل شول

غزني ښار(پژواک، ٧ سلواغه ۹۱): د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د  نښتې  پرمهال  د وسلوالو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي، خو طالبان د اتو پوليسو د وژلو دعوه کوي.

 د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د اندړو ولسوالۍ د سردار کلا په سيمه کې د وسلوالو طالبانو او ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته وشوه.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د وسلوالو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له څلورو نورو تنو سره وژل شوى دى.

نوموړي ددغه قوماندان نوم و نه ښود .

خو وسلوال طالبان په ياده سيمه کې د اتو پوليسو د وژلو دعوه کوي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، د يادې سيمې پر يوې امنيتي پوستې او کاروان يې بريد کړى، چې په ترڅ کې يې اته پوليس وژلي او شپږ  نور ټپيان کړي دي.

ده په دې پېښه کې د خپل يوه ملګري وژل منلي دي. خو امنيتي چارواکي د مجاهد ادعا نه مني.

Related Topics