جلال اباد (پژواک ٩ سلواغه ٩١): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې فرشته انوري له يوه وسلوال بريده روغه وتلې، خو يو ساتونکى يې سخت ټپي شوى دى.
د کابل-جلال اباد د لويې لارې د لغمان اړوند سيمې د پوليسو یوه افسر چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېر ماخوستن مهال په تنګي سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسلوالو د فرشتې انوري پر موټرو ډزې کړې، دا ترې روغه وتلې، خو يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.
فرشتې انوري پژواک اژانس ته وويل، چې د دې د ساتونکو او وسلوالو ترمنڅ نيم ساعت جګړه هم وشوه او وروسته يې پوليس مرستې ته ور ورسېدل.
نوموړې زياته کړه، چې دا له بريده روغه وتلې، خو يو ساتونکى يې ټپي شوى او موټر ته يې هم زيان رسېدلى دى.
د يادونې ده، له دې مخکې په يوه بل وسلوال بريد کې د هغې خاوند خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن