سرپل (پژاواک ٩ سلواغه ٩١): د سرپل ولايت اوسېدونکي او د دغه ولايت دولتي چارواکي وايي، چې د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د دغه ولايت په مرکز کې يو کيلومتر سړک هم نه دی قير شوی.
د سرپل ولايت د لومړۍ ناحيې اوسېدونکى صفت الله وايي، چې اوس هم د دغه ولايت په مرکز کې د پخو سړکونو د نشتوالي له امله د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ دى.
نوموړي زياته کړه، کله چې نورو ولايتونو ته ځي او هلته شوي کارونه ګوري؛ نو د خپل ولايت پر اوسېدونکو افسوس کوي، چې ولې ورته دولت پام نه کوي.
هغه پاخه سړکونه د يو ښار له لومړنيو اړتياوو بولي او زياته يې کړه، چې لا هم د سرپل د مرکز اوسېدونکي له دغو اسانتياوو بې برخې دي.
د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي سيدعلي پژواک اژانس ته وويل، دی نه پوهېږي، چې ښاروال هره ورځ په کومه چاره اخته وي.
نوموړي زياته کړه، دوی له داسې ښاروال څخه د سړکونو د قير کولو تمه لري، چې لا يې هم دفتر لوحه نه لري.
د هغه په وينا، په ټول ښار کې يو متر پوخ سړک نشته، سړکونه ټول کندې کپر دي، عام خلک يې په اوړي او ژمي کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د سرپل ښاروال کمال الدين له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د دې خبرې پخلی وکړ، چې که څه هم د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د هېواد په ځينو ولايتونو کې د بيارغونې چارې ښې ترسره شوې؛ خو په سرپل ولايت کې يې نښې ډېرې کمې دي.
نوموړي په دغه ولايت کې د کار نه کېدو پړه پر لوړپوړو چارواکو واچوله، چې د مرکز د سړکونو پخولو ته يې پام نه دی کړی.
د هغه په وينا، د سرپل په مرکز کې څه کم ۴۰ کيلومتره سړکونه، جوړېدو، رغېدو او قير کولو ته اړتيا لري، تر څو د دغه ولايت اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.
ښاروال زياته کړه: ((د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د سرپل په مرکز کې يو کيلومتر مربع سړک هم نه دی قير شوی، په اوړي کې دوړو دغه ښار په سر اخيستی وي او په ژمي کې خټو.))
خو د دغه ولايت د ولايتي شورا مسوولين هم په دغه ولايت کې د بيارغونې د چارو د ټکنيتوب د تاييد ترڅنګ د ولايت د مرکز د سړکونو د نه قير کېدو ټوله پړه پر ښاروال اچوي.
د سرپل د ولايتي شورا رييس محمدعارف شريفي پژواک اژانس ته وويل، که چېرې ښاروال په کار پوه کس وای؛ نو بايد، چې د دغه ولايت د سړکونو قير کولو ته يې د سيمه ييزو او مرکزي لوړپوړو چارواکو پام را اړولی وای.
نوموړي ښاروال په دې برخه کې په ناغېړۍ تورن کړ.
د سرپل لوړپوړي چارواکي هم په دغه ولايت کې د سړکونو نه قير کېدل ستره نيمګړتيا بللې؛ خو وايي، چې په تېرو څو کلونو کې ناامنيو دغه ولايت په کرار نه دی پرېيښی، چې د بيارغونې چارې دې په کې سمې ترسره شي.
د دغه ولايت والي عبدالجبار حقبين پژواک اژانس ته وويل، چې تېره مياشت يې د ولايت په مرکز کې د اته کيلومتره سړک د قير کېدو پرانيسته کړې، چې د روان ژمي له امله يې دم ګړۍ کار په سمه توګه نه دی پيل شوی.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د دغه ولايت د امنيتي حالت په ښه کېدو دی، چې له امله به يې په هر اړخيزه توګه د بيارغونې چارې هم ګړندۍ شي.