مزارشريف (پژواک ١١ سلواغه ٩١): د جوزجان د کليو د پراختيا رييس وايي، چې د دغه ولايت اته ولسوالۍ د څښاک د اوبو له نشتوالي سره داسې مخ دي، چې د ژورو څاګانو په کيندلو يې هم ستونزه نه حل کېږي.
د دغه ولايت د کليو د پراختيا رييس انجنير محمديوسف سعيد د سلواغې په ١١مه په مزارشريف ښار کې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د جوزجان ولايت له لسو ولسواليو اته يې د څښاک اوبو د نشتوالي له جدي ستونزې سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت د خواجه دوکو، قوش تېپې، درزاب، اقچه، مېنګه جګ، قرقين، خانقا او مرديان ولسواليو تر ځمکې لاندې اوبه تروې دي.
د هغه په وينا، که څه هم دوی د ملي پيوستون د تېر څو کلن کار په اوږدو کې په دغو ولسواليو کې لسګونه ژورې او نيمه ژورې څاګانې وکيندلې؛ خو مثبته نتيجه يې ورنه کړه.
د يادو ولسواليو اوسېدونکي هم څښاک اوبه له خپلو لومړنيو اړتياوو څخه ګڼي، چې لا يې هم دولت د اسانتيا په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
د فيض اباد ولسوالۍ اوسېدونکي حيات الله پژواک اژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ اوبه که له هر څومره ژورې څخه را وايستل شي بيا هم تروې وي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ تر ۲۰۰ متر مکعب پورې ژوره څاه وکيندله؛ خو بيا يې هم اوبه تروې وې.))
د هغه په وينا، د دوی له ټولو ستره ستونزو د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی دی، چې دولت يې بايد دغه ستونزه حل کړي.
همداراز د درزاب ولسوالۍ د کومرليګ کلي اوسېدونکي عبدالرشيد پژواک اژانس ته وويل، چې له کلونو کلونو د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي، ترخې او تروې اوبه د څښاک لپاره کاروي.
نوموړي زياته کړه، چې څه موده وړاندې د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې د دوی د کلي شورا د ژورې څاه کيندلو له لارې د خوږو اوبو را ايستلو لټه وکړه؛ خو کومه نتيجه يې ورنه کړه.
د هغه په وينا، دوی ۴۸۰ متر مکعب ژوره څاه وکيندله؛ خو بيا به يې هم اوبه يا تروې وې او يا ترخې.
د ځمکې پېژندنې ځيني پوهان په دې نظر دي، چې په جوزجان ولايت کې تر ځمکې لاندې د نفتو او سلفري مواد د شتون له امله د دغه ولايت د ځينو ولسواليو اوبه يا ترخې وي او يا هم تروې.
د بلخ ولايت د انجنيري پوهنځي د جيولوجي او معدن څانګې استاد پوهندوی غلام فاروق خپلواک پژواک اژانس ته وويل، چې د جوزجان ولايت په ځينو برخو کې تر ځمکې لاندې نفتي او سلفري مواد شتون لري.
نوموړي زياته کړه، چې که چېرې په دغو سيمو کې د څښاک د اوبو لپاره تر هر حده ځمکه وکيندل شي؛ نو بيا به يې هم د اوبو خوند خوږ نه وي.
د جوزجان ولايت د کليو او پراختيا رييس وويل، چې د دغه ولايت د څښاک د اوبو د ستونزې د حل يواځېنۍ لاره له امو سيند څخه د اوبو لېږد دی.
نوموړي زياته کړه، چې له تېر يو کال څخه دوی د يادې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.
د هغه په وينا، د دغه ولايت د پنځو ولسواليو (اقچه، مينګه جګ، خانقا، مرديان او فيض اباد) لپاره له امو سيند څخه د اوبو د لېږد پروژه د USAID د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت ډيزاين شوې ده.
انجنير سعيد وويل، که چېرې دغه پروژه عملي شي؛ نو د پنځه واړو ولسواليو د څښاک د اوبو ستونزه ورسره په اسانه حل کېدای شي.
نوموړي زياته کړه، چې د جوزجان د قرقين او خم اب ولسواليو اوبه ځکه خوندورې دي، چې دغه ولسوالۍ د امو سيند په اوږدو کې پرتې دي او د اوبو سرچينه يې له همدغه سيند څخه ده.
د هغه په وينا، جوزجان د اوبو خپلې ذخيرې نه لري، دغه ولايت د سرپل او بلخ پر اوبو خړوبېږي، چې په اوړي مياشت کې د څښاک د اوبو ترڅنګ د کرنيزو اوبو له خورا کمښت سره هم مخ وي.
د کليو د پراختيا رييس همداراز په جوزجان ولايت کې د ۱۳۹۱ لمريز کال په اوږدو کې د دغه رياست چارې ښې وارزولې.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه کال ۹۵ سلنه پلان يې عملي کړی دی.
د هغه په وينا، په شپږ ولسواليو (مينګه جيګ، خم اب، خانقا، قرقين، اقچه، قوش تېپه) کې يې د ملي پيوستون درېيمه لړۍ پيل کړې، چې اويا پروژې يې د پيلېدو په درشل کې دي.