Language

ايساف په خاص کونړ کې درې ملکي وګړي ټپيان کړي

اسعداباد (پژواک، ١٢ سلواغه ٩١): د کونړ چارواکي وايي، د دې ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ د ايساف په ډزو درې ملکي کسان ټپيان شوي دي.

د کونړ د سولې ولايتي دفتر د دارالانشاء مشر نظام الدين ماليار پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده پېښه پرون (د سلواغې ١١مه) مازيګر مهال د خاص کونړ په ولۍ سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې يو شمېر کسان د نيالګيو په اېښودلو بوخت وو.

ده زياته کړه، په ياده سيمه کې د سولې د ملاتړ کرنيزې پروژې له لارې يو شمېر هغو کسانو ته چې د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي، د  کار زمينه برابرېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ټپي شوي درې تنه هم د همدې پروژې اړوند وو.

خو د کونړ والي وايي، ايساف د دوى له خوا د درې ځوانانو د ټپي کېدو له امله بښنه غوښتې او ټپيان يې ننګرهار ته د درملنې په موخه لېږدولي دي.

د ده په وينا، له يادې سيمې پر ايساف ډزې شوي، چې په مقابلو ډزو کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي وو.