کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې په زندانونو کې د بنديانو د ربړونې د لړۍ د له منځه وړلو لپاره مهم او جدي اقدامات وکړي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي، چې د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان (HRW) له خوا د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
د څار سازمان دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې دوه اونۍ مخکې ملګرو ملتونو په يوه څيړنيز راپور کې په افغاني زندانونو کې د بنديانو پر ربړونې ژوره اندېښنه ښودلې وه.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې زياته شوې وه، چې دوى له ٦٥٣ بنديانو څخه پوښتنې کړي او هغوى له شکنجې او ربړونې څخه شکايت کړى دى.
د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو دغه راپور رد او دا يې له مبالغې ډک راپور ياد کړى و.
ولسمشرکرزي يوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې د ملګرو ملتونو په راپور کې شوې ادعاوې وڅېړي.
د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان (HRW) د اسيا د څانګې مسوول براډ اېډمز ويلي، چې د بنديانو د ربړونې په اړه د ملګرو ملتونو راپور د خطر زنګ دى او افغان حکومت بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
هغه زياته کړې: ((ولسمشر کرزى بايد خپلې هغه ژمنې پوره کړي، چې ويلي يې و، د بنديانو د ربړونې عاملين به مجازات کړي.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن