Language

په سرپل کې زور واکو ٩٠ زره جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده

مزارشريف (پژواک ١٧ سلواغه ٩١): د سرپل دولتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د سلګونو زور واکو له خوا څه کم ۹۰ زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

د سرپل د کرنې رييس محمد جعفر اميرزي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د مجاهدينو د واکمنۍ او د ولسمشر کرزي د لومړۍ دورې پر مهال په دغه ولايت کې په زياته کچه دولتي ځمکې غصب شوې دي.

نوموړي زياته کړه، د دوی د شوې څېړنې او ترلاسه کړو معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ۸۰ زره او ۶۸۶ جريبه دولتي ځمکه غصب شوې، چې ډېره برخه يې څړ ځايونه دي.

د هغه په وينا، دغه ځمکې د سرپل د مرکز  په اړوند سيمو او ولسواليو کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې په پرله پسې ډول د زورواکو له خوا غصب شوې دي.

د سرپل ولايت اوسېدونکي بيا د زور واکو د غصب تر څنګ د غاصبينو په اړه د دولتي چارواکو له چوپتيا سر ټکوي.

د دغه ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ د جغدان سيمې اوسېدونکي او قومي مشر حاجي بسم الله پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې به ډېره کمه دولتي ځمکه پاتې وي، چې زورواکو دې غصب کړې نه وي.

نوموړي زياته کړه، ډېر داسې کسان پېژني، چې سلګونه جريبه څړځايونه يې نيولي او اوس يې د ځان لپاره کري.

هغه د بېلګې په توګه د خپلې سيمې د امرالله، نورالله، محمدکريم، باز محمد او محمد طاهر نومونه واخيستل، چې دولتي ځمکې او څړځايونه يې غصب کړي دي.

قومي مشر حاجي بسم الله وويل: ((دغه کسان، چې ما يې درته نومونه واخيستل، هر يو يې له سل جريبه څخه په ډېر دولتي مالچر خېټه اچولې.))

نوموړي زياته کړه، څومره چې دغه زورواکي ګرم دي، همدومره دولتي چارواکي هم ګرم دي، چې څه ورته نه وايي او له تېرو لسو کلونو يې خپل سر ته پرېيښي دي.

همداراز د سرپل د مرکز اوسېدونکي وايي، چې د مرکز اړوند سيمو کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې دولتي ځمکې ډېرې غصب شوې دي.

د مرکز اړوند د سنګ تودې سيمې اوسېدونکي محمد دين پژواک اژانس ته وويل، چې له ۱۳۸۴ لمريز کال راهيسې په دې سيمه کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

نوموړي زياته کړه، سيمه ييز دولتي چارواکي د ځمکو غاصبين ډېر ښه پېژني؛ خو بيا هم په تېرو لسو کلونو کې، چې هر چارواکی راغلى؛ نو غلی پاتې شوی دی.

د هغه په وينا، که چېرې سيمه ييز چارواکي د ځمکو د غصب مسئله جدي ونه نيسي؛ نو په لنډه موده کې به د دغه ولايت ټولې دولتي ځمکې غصب شي.

خو د کرنې رييس محمد جعفر اميرزي وويل، چې له تېرو څو مياشتو يې د ځمکو د غصب په اړه جدي هڅې روانې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ځمکو د غصب د مسئلې په اړه د ولايت مقام په امر د کرنې رياست په مشرۍ يوه کمېټه جوړه شوې، چې د ځمکو غاصبين د دولتي ځمکو بېرته پرېښودو ته اړ باسي.

د هغه په وينا، دې کمېټې د سرپل ولايت د غاصبينو لېست هم برابر کړی، چې شمېر يې ۵۳۹ کسانو ته رسېږي.

د سرپل والي عبدالجبار حقبين پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشر د ۴۵ مې ګڼې فرمان له صادرېدو سره سم يې په دغه ولايت کې د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې جدي هڅې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه، دوی د يوې کمېټې په جوړولو بريالي شوي، چې تر دې دمه يې د غصب شوې ځمکې کچه او د غاصبينو لېست برابر کړی دی.

د هغه په وينا، په دې کمېټه کې د کرنې رياست تر څنګ د ولايتي شورا، د امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت او د څارانوالۍ استازي هم شامل دي.

والي وويل، دوی هڅه کوي، چې لومړی غاصبين د دولتي ځمکو پرېښودو ته اړ کړي؛ خو که چېرې يې هغوی ونه مني؛ نو مجبور دي، چې د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د يادونې ده، تېره مياشت په کابل کې  هشت صبح ورځپاڼې د ځمکو د ١٦ زرو غاصبينو لېست خپور کړ او ويل شوي وو په کې، چې سلګونه زره جريبه ځمکې يې غصب کړې دي.

Related Topics