مزارشريف (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): د بلخ د کشندې ولسوالۍ امنيه قوماندان د شل زره افغانيو د ترلاسه کېدو په خاطر وژل شوی دی.
د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د کشندې ولسوالۍ د امنيه قوماندان د وژنې په تور يې دوه تنه نيولي دي.
د کشندې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل نصرالدين، تېره پنجشنبې له ماسپښين وروسته د کشندې-شولګر پر لويه لاره د ګزمې په حال کې د سړک غاړې په ماين چاودنې کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري د سلواغې په ۲۱مه په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د کشندې د امنيه قوماندان د وژنې موضوع يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څېړلې او پايلې يې هم ترلاسه کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د کشندې د امنيه قوماندان د وژلو په تړاو يې دوه تنه له ځينو چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.
د هغه په وينا، دغه کسان د کشندې-شولګر پر لاره د سړک غاړې د ماين خښولو د اصلي عاملينو په تور نيول شوي، چې د دوى له خوا په يوه چاودنه کې د کشندې ولسوالۍ امنيه قوماندان له څلورو نورو سرتېرو سره ووژل شو.
د امنيت امر وويل، چې نيول شوي کسان د شولګر ولسوالۍ د چيلتو کلي اوسېدونکي دي.
نوموړي زياته کړه، چې له دغو کسانو د ماين جوړولو وسايل، په بوشکه کې يو جوړ شوی ماين، د هاوان ماينونه او ځيني چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
د هغه په وينا، چې په لومړنيو څېړنو کې دواړو تورنو کسانو خپل جرم منلی دی.
د امنيت امر وويل، د نيول شوو کسانو يو ملګری په تښتېدلی او پوليس يې د نيولو په هڅه کې دي.
د کشندې د امنيه قوماندان په تور نيول شوو کسانو وويل، چې دغه کار يې د پيسو ترلاسه کولو په خاطر کړی دی.
د شولګر د چرخاب کلي اوسېدونکی قاسم، چې د کشندې د امنيه قوماندان د وژلو په تور نيول شوی، پژواک اژانس ته وويل، چې د ملا يعقوب په نوم يوه کس د کشندې د امنيه قوماندان د تګ راتګ پر لاره د سړک غاړې د ماين اېښودو ورته ويلي وو.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ته يې ويلي وو، چې که دغه ماين کېږدو نو شل زره افغانۍ به راکړي.))
قاسم په داسې حال کې، چې په ژړغوني غږ يې د ماين پر اېښودو اعتراف کاوه، وويل، چې امنيتي مسوولين بايد د پېښې اصلي طرحه کوونکی ملا يعقوب ونيسي، چې دوی يې د پيسو په بدل کې دغه کار ته هڅولي وو.
وسلوالو طالبانو د کشندې د امنيه قوماندان د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى و.