Language

مزارشريف (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): د حيرتان بندر يو شمېر سوداګر وايي، چې په دغه بندر کې د لوړ محصول او ماليې د اخيستو له امله د وارداتو کچه ۸۰ سلنه کمه شوې ده.

دغه سوداګر وايي، چې په دغه بندر کې دوی په پوره توګه محصول او ماليه دولت ته سپاري؛ خو ځينې داسې بندرونه دي، چې سوداګر په کې په قانوني توګه پر محصول او ماليې ورکولو نه مجبورېږي، چې له همدې امله د حيرتان بندر سوداګر همدغو بندرونو ته مخه کوي.

په مزارشريف کې د بشير نويد شرکت رييس حاجي مايل د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان کال له پيله د حيرتان بندر واردات په کمېدو دي.

نوموړي زياته کړه: ((په ټوليزه توګه په اوس وخت کې د حيرتان بندر واردات ۸۰ سلنه کم شوي دي.))

د هغه په وينا، د دوی شرکت، چې غوړي، اوړه، غنم، سيخ، لرګي او د لومړنيو توکو ورادات او صادرات کوي، له تېرو څو مياشتو راهيسې يې واردات ۵۰ سلنه کم شوي دي.

نوموړي د حيرتان بندر د واراداتو د کمېدو بنسټيز لامل له دغه بندر څخه د سوداګرو تېښته وبلله، چې دمګړۍ د نورو بندرونو له لارې خپلې وارداتي چارې پر مخ وړي.

حاجي مايل د کوم ځانګړي بندر نوم وانه خيست؛ خو ويې ويل، داسې بندرونه په هېواد کې شته، چې د حيرتان بندر په پرتله په کې په قانوني ډول محصول او ماليه نه ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر سوداګر له همدې امله هغو بندرونو ته ځان رسوي، چې د غير قانوني چارو له لارې له محصول او ماليې څخه خلاص وي.

د هغه په وينا، له همدې امله د حيرتان بندر سوداګر په ازاد بازار کې له هغو سوداګرو سره، چې په غير قانوني لارو چارو د ځينو بندرونو له لارې ورادات کوي، سيالي نه شي کولاى؛ نو ورادات يې کم کړي دي.

خو د حيرتان بندر يو شمېر سوداګر بيا وايي، چې په شمال ختيځ زون کې د شېرخان بندر چارو د حيرتان بندر پر وراداتو باندې منفي اغېز کړی دی.

د اريانا ګروپ شرکت مسوول جميل جان پژواک اژانس ته وويل، چې په حيرتان بندر کې د لوړ محصول او ماليې د اخيستو او په شېرخان بندر کې په غير قانوني لارو له محصول او ماليې څخه تېښته د دې لامل شوى، چې د حيرتان بندر واردات کم شي.

نوموړي هم وويل، چې له همدې امله د حيرتان بندر واردات د تېرو کلونو په پرتله ۸۰ سلنه کم شوې دي.

هغه د بېلګې په توګه زياته کړه، چې د تېر کال په اوږدو کې به له حيرتان بندر څخه په يوه مياشت کې ۱۰۰زره ټنه اوړه او نږدې ۵زره ټنه غوړي واردېدل، چې په تېره مياشت کې د اوړو د وارداتو کچه ۱۰۰۰ ټنو او د غوړيو ۲۵۰ ټنو ته ټيټه شوې ده.

د جميل په وينا، په حيرتان بندر کې د لوړ محصول او ماليې اخيستنه هم د دې لامل شوې، چې يو شمېر سوداګر له دغه بندره مخ واړوي.

نوموړي زياته کړه، چې تېر کال به د يو ټن اوړو په وارداتو ۲۰ امريکايي ډالر تعرفه راتله، چې اوس ۵۰ ډالرو ته لوړه شوې ده. همداراز د يو ټن غوړيو تعرفه ۱۵۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وينا، په داسې حال کې به د حيرتان بندر سوداګر څنګه د شېرخان بندر له سوداګرو سره سيالي وکړای شي، چې د دوی په پرتله ۱۰ سلنه محصول او ماليه هم نه ورکوي.

د سوداګرۍ خونې مسوولين هم د سوداګرو د يادو څرګندونو پخلی کوي.

د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونې د سوداګرو د برخې مسوول ارش يونسي پژواک اژانس ته وويل، چې په حيرتان بندر کې د وراداتو د کمښت مسئله حقيقت لري.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه بندر سوداګر د محصول د ورکړې له امله نه شی کولای، چې د نورو هغو بندرونو، چې محصول په کې په قانوني توګه سم نه اخيستل کېږي، سيالي وکړی شي.

د هغه په وينا، دوی د يادې ستونزې د حل په موخه هڅې پيل کړې دي.

خو د بلخ ولايت د کمرګ مسوولين په حيرتان بندر کې د وراداتو د کمښت مسئله په دې کچه نه تاييدوي، لکه سوداګر چې يې وايي.

د دغه ګمرګ سرپرست حميدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د حيرتان بندر له لارې د وارداتو په حجم کې کموالى نه دی راغلی، بلکې د ځينو جنسونو واردات، چې له نورو بندرونو په اسانه کېږي، کم شوي دي.

نوموړي د بېلګې په توګه د نفتي موادو يادونه وکړه، چې د تېرو کلونو په پرتله ځکه له حيرتان بندر څخه کم واردېږي، چې د هېواد له غرب څخه يې د وارداتو کچه لوړه شوې ده.

خو د بلخ ولايت د سوداګرۍ او صنايعو رياست مسوولين بيا د حيرتان بندر د سوداګرو د ستونزو پخلی کوي.

د سوداګرۍ او صنايعو رييس ډاکټر هاشم برنا پژواک اژانس ته وويل، چې دوی ته هم سوداګرو د وارداتو د کمښت خبر ورکړى او شته ستونزې يې ورسره شريکې کړې دي.

د هغه په وينا، د سوداګرو د شته ستونزو سربېره په حيرتان بندر کې د ازبکستان سوداګريز چلند هم د دې لامل شوی، چې پر وارداتو منفي اغېز وکړي.

هاشم برنا وويل، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د وارداتو او صادراتو د لېږد د ستونزو د حل په موخه له ازبکستان سره د خبرو اترو په لټه کې دي؛ خو هغوی لا هم کوم ځواب نه دی ورکړی.

نوموړي زياته کړه، په دې اړه يوه کمېټه جوړه شوې، چې د حيرتان بندر د وارداتو د کمښت لامل په ډاګه کړي او دوی يې له مرکز سره شريک کړي.

Related Topics