Language

د ننګرهار ګمرک د سوداګرۍ خونې په لابراتوار کې شوى فساد څېړل کېږي

کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي چې د ننګرهار ګمرک د سوداګرۍ خونې په لابراتوار کې فساد شوى او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

خو د ننګرهار د سوداګرۍ خونې پخوانى رييس انجنير قاسم يوسفي وايي، پر ده لګېدلي تورونه بې ځايه دي او د حيثيت اعادې دعوه کوي.

قاسم يوسفي د سلواغې په ٢١مه، د ننګرهار د سوداګرۍ خونې په يوه احتجاجيه غونډه کې پژواک  خبري اژانس ته وويل، د حاجي ګلمراد په نامه د يوه ملي سوداګر له خوا، چې والي يې ملاتړى دى، ګواښل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((زه رسمي رييس وم، خو ګلمراد له خپلو وسلوالو سره په داسې حال کې راغى چې د والي ګل اغا شېرزي زوى هم ورسره و، زه يې وګواښلم او له خونې يې ووېستلم.))

د نوموړي په وينا، ګلمراد پر ما د خيانت بې ځايه تور هم پورې کړى دى، په داسې حال کې چې هېڅ ډول شواهد او ثبوت نه لري.

يوسفي ادعا وکړه، چې ګلمراد په خپله په غير قانوني توګه  خپل يو پلوى، چې سوداګر هم نه دى، د سوداګرۍ خونې د رييس په توګه ټاکلى دى.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو اتحاديې مرستيال حاجي فاروق بيا پژواک اژانس ته وويل، پر يوسفي د خيانت او فساد تور پورې شوى او دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

ده زياته کړه: “که چېرې هغه بې ګناه ثابت شو، نو بښنه به ترې وغوښتل شي او د حيثيت اعاده به يې وشي.”

په کابل کې د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستيال نجيب الله ورته د برېښناليک له لارې خبر ورکړى و، چې د ګمرک په لابراتوار کې فساد شوى او شک کېږي، چې انجنير قاسم يوسفي به په کې لاس لري.

د هغه په وينا، دوى يو درې کسيز پلاوى ټاکلى، څو د دې پېښې څېړنه وکړي او تر هغې وروسته به د يوسفي په اړه پرېکړه کېږي.

Related Topics