Language

د کرخ ولسوالۍ خلک له نا امنيو شکايت کوي

هرات ښار (پژواک ٢٢ سلواغه ٩١): د هرات د کرخ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د يادې ولسوالۍ ‎په امنيتي چارواکو تور پورې کوي، چې په خپلو چارو کې ناغېړي کوي او له امله يې امنيت خراب شوى دى.

د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکي شاه زرين د سلواغلې په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې په وروستيو کې يې د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې ناامني زياته شوې او د خلکو په ورځنيو چارو يې بد اغېز کړى دى.

د هغه په وينا، دوى څو ځلې په ډله ييزه ډول دغه ستونزه له ولايتي چارواکو سره شريکه کړې ده، خو هغوى پرې باک نه دى راوړى.

نوموړى په لويو لارو کې د غلاوو څو پېښې يادوي او وايي، چې مشکوک کسان يې ځايي چارواکو په ګوته کړي دي، خو د نيولو اقدام يې نه دى کړى.

د ضياالله په نوم يو بل تن پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ولسوالۍ تر جدي ګواښ لاندې ده او امنيت يې ډېر خراب شوى دى.

نوموړي زياته کړه: ((کرخ کې امنيت ورځ تربلې خرابيږي، موږ تېره ورځ د بېلابېلو سيمو او قبيلو استازي ولسوال ته په اعتراض ورغلو او ستونزې مو ورته يادې کړې او هغه يې د هواري ژمنه راسره وکړه.))

د کرخ ولسوال محمد فرهاد په دغه ولسوالۍ کې امنيت ډاډمن وباله او زياته يې کړه، چې له کوچنيو څو امنيتي پېښو پرته، چې خلکو يې په هکله شکايت کړى او په اړه يې څېړنه روانه ده، لويې امنيتې ستونزې نشته.

کرخ د هرات شمال ختيځ ته په ۵۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې د هرات له ناامنه سيمو څخه ياديږي.

Related Topics