Language

اسعداباد (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩١): د کونړ امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې يې نږدې نهه زره کيلوګرامه امونيم نايټرېټ له دوو تنو سره نيولي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري وايي، پوليسو تېره شپه په څوکۍ ولسوالۍ کې په يوه ټېلرلارۍ کې ٨٨٠٠کيلوګرامه امونيم نايټرېټ نيولي دي.

دى زياتوي، دغه چاودېدونکي توکي، چې د سيمنټو په بوريو کې ځاى پر ځاى شوي وو، له ننګرهار څخه کونړ ته راوړل شوي، ترڅو د دولت او امنيتي ځواکونو پر خلاف يې وکاروي.

له دې وړاندې هم، د ملي امنيت کارکوونکو د خښتو په دوو لاريو کې بار په زرګونو کيلوګرامه امونيم نايټريټ نيولي وو.