Language

مزارشريف (پژواک ٢٤ سلواغه ۹۱): د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې تېره شپه يو تن د چاقو په واسطه له شونډو پرې کېدو وروسته وژل شوی دی.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت د سلواغې په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره شپه د اقچې ولسوالۍ په لومړۍ ناحيه کې شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د مرديان ولسوالۍ اوسېدونکى ۳۵کلن امان الله، چې له خپلې کورنۍ سره له څه مودې راهيسې په اقچه کې اوسېده، تېره شپه د اتو کسانو له خوا پر چاقوګانو وژل شوی دی.

د هغه په وينا، لومړى له امان الله څخه شونډې پرې شوي او بيا يې پر څټ د چاقوګانو وارونه شوي او ساه يې ورکړې ده.

د سيمې اوسېدونکي هم د يادې پېښې پخلى کوي.

د اقچې په سبزي فروشي کوڅه کې هټيوال صديق الله پژواک اژانس ته وويل، دا پېښه تېره شپه ناوخته شوې ده.

دى زياتوي، امان الله د خپلو خپلوانو له خوا وژل شوی دى.

د هغه په وينا، دوی خپلو کې کورنۍ ستونزې لرلې، چې له همدې امله امان الله ووژل شو.

امنيه قوماندان غيرت هم وويل، دوی ته رسېدلي لومړني معلومات په ډاګه کوي، چې پېښه د کورنيو ستونزو له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د امان د وژلو په تور يې دوه تنه نيولي دي.

د هغه په وينا، لا هم د پېښې د لا سپړلو په موخه د دوی څېړنې روانې دي.

Related Topics