جلال اباد (پژواک ۲۶ سلواغه ۹۱): چارواکي وايي، چې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلوالو يو پول پر ماين الوځولى دى.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته په الينګار کې د ابوزيو په نوم پول، چې د دې ولسوالۍ خلکو پرې تګ راتګ کاوه، د ناپېژانده وسلوالو له خوا پر ماين الوځول شوى دى.
د هغه په وينا، پر دغه پول، چې درې کاله مخکې جوړ شوى و، شاوخوا اووه سوه زره ډالره لګښت راغلى و.
بلخوا د لغمان والي ډاکټرفضل الله مجددي پژواک اژانس ته وويل، چې امنيتي ارګانونو ته يې دنده سپارلې، څو د دې پېښې عاملين ونيسي.
د الينګار اوسېدونکي فريداحمد پژواک اژانس ته وويل، چې د دې پله له ويجاړېدو سره د سيمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې پله باندې زموږ د الينګار ولسوالۍ ډېرو خلکو تګ راتګ کاوه، چې اوس يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي يو.))
د يادونې ده، د ابوزيو پول په ۱۳۸۹ لمريز کال کې نوى جوړ شوى و، ۹۰ متره اوږدوالى او څه کم ۵ متره سور لري او زرګونو خلکو پرې تګ راتګ کاوه.
د دغه پله د الوځولو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.