جلال اباد (پژواک ٢٧سلواغه ٩١) :د جلال اباد-تورخم لار، چې ددولت د وسلوالو مخالفينو او پوليسو د نښتې له امله تړل شوې وه ، بېرته خلاصه او په دې نښته کې يوتن ووژل شو .
پر دغې لارې تېر ماښام مهال وسلوالو د بټي کوټ په سيمه کې پر باروړونکو موټرو بريد وکړ.
د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوال ميرزامحمد نصرت پژواک اژانس ته چې وسلوالو تېر ماښام مهال د درېيم فارم په سيمه کې پر سوداګريزو موټرو بريد وکړ.
ده وويل ، چې له يونيم ساعت وروسته لاره بېرته خلاصه شوه او ددغې نښتې په ترڅ کې د يوه ټېلر موټر چلوونکى ووژل شو او دوه کانتينر لرونکي موټر په بشپړه توګه وسوځېدل .
نوموړي زياته کړه چې په دې کانتينرونو کې له پاکستان څخه سوداګريز توکي راليږدول کېدل.
د بټي کوټ ولسوالۍ د کلينيک مسوول ډاکټر عبدالفتاح صديقي پژواک ته وويل ، چې له دغې نښتې څخه د يوتن جسد ددوى کلينيک ته راوړل شوى دى.
د درېيم فارم سيمې يوتن اوسېدونکي اکبرخان پژواک ته وويل ، چې يوتن په دې نښته کې وژل شوى ، خو هويت يې نه دى معلوم .
وسلوالو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي .