Language

کرزى په کليوالي سيمو کې پر افغان ځواکونو د ناټو هوايي مرسته بندوي

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩١): ولسمشر حامد کرزى د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره سبا حکم کوي چې نور افغان ځواکونه نه شي کولى په کليوالو سيمو کې د عملياتو پر مهال له بهرنيانو د هوايي ځواک مرسته وغواړي.

ولسمشر کرزي نن په کابل کې په نظامي اکاډمۍ کې امنيتي منسوبينو ته د وينا پر مهال وويل، په کونړ کې د بهرنيو ځواکونو له خوا هوايي بريد چې ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، د ملي امنيت ځواکونو په غوښتنه ترسره شوى و.

په دغه بريد کې، چې د روانې مياشتې په ٢٥مه د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې ترسره شو، د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

کرزي د يادو کسانو پر وژل کېدو ژور خفګان څرګند کړ.

ده زياته کړه: “که دا حقيقت وي، دا ډېره د افسوس خبره ده، ډېره د شرم خبره ده، چې زموږ د ملي امنيت منسوبين به په خپله خاوره کې په خپل کور کې، د څلورو کسانو په مقابل کې له خارجيانو څخه طيارې غواړي او هغه طيارې زموږ کلي بمباردوي.”

د کونړ چارواکو ويلي، چې په دغه بريد کې ٣ طالب قوماندانان هم وژل شوي دي.

کرزي يو ځل بيا پر افغان طالبانو غږ وکړ، چې جګړه پرېږدي او د سولې له بهير سره ملګري شي.

د ده په وينا، طالبانو د پرديو وسلې پر اوږه کړې او د پرديو د موخو لپاره د خپلې خاورې پرخلاف جګړه کوي.

ده زياته کړه: “که درې يا څلور کاله مخکې په موږ کې ځيني کسان ډاډمن نه و، چې د طالب فکر د بهر دى خو خپله افغان او مسلمان دى او له خپلې نادانۍ او بېچاره ګۍ استعمالېږي، خو عزيزانو! نن چې ستاسو پر وړاندې ولاړ يم، پوره ډاډمن يم او موږ ته ثابته شوې، دا وسله چې يې پر اوږو ده، د بهر ده.”

د ده په خبره، د بهرنيو موخه دا ده، چې د افغانستان دولت نظام او اردو ونه لري او ځوانان يې د ګاونډيو هېوادونو د ځوانانو په څېر زده کړې ونه کړي.

کرزي همداراز يو ځل بيا تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د وضعيت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې افغان ځواکونه د دې جوګه دي چې پر خپله خپل هېواد وساتي.

ده زياته کړه: “دا ٢٠١٤ کال چې دوى وايي، دا موږ ته نوروز دى، پسرلى دى چې راځي؛ ٢٠١٤ داسې ورځ ده چې موږ د نوروز مېوې خوړلو ته ځو. زموږ پسرلى دى، داسې ورځ ده چې زموږ هېواد زرغون کېږي.”

له بهرنيو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه په ١٣٩٠ کال کې پيل شوې او ټاکل شوې چې د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسېږي.

کرزى وويل، افغانان خوښ دي، چې بهرني ځواکونه يې له هېواد څخه وځي او پر خپله خپل هېواد ساتي.

ده زياته کړه: “خوشبختانه چې ډېر ژر ځي؛ تشويق کړي مو دي، چې ژر ولاړ شئ، ژر وځئ، تر څو موږ نړۍ ته وښيو چې موږ خپل کور په خپله ساتلى شو.”

کرزي وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د وضعيت په اړه د خلکو ترمنځ د وېرې خپرول د غربي او کورنيو رسنيو هسې تبليغ دى، چې حقيقت نه لري.

هغه د ملي اردو منسوبينو ته په وينا کې له هغوى وغوښتل، چې په پوره مېړانه د خپل هېواد د ساتلو اراده ولري.

کرزي د پوځي اکاډمۍ په تالار کې شته افغان پوځيانو ته وويل: “موږ د خپلې خاورې د دفاع لپاره بهرنيو سرتېرو ته اړتيا نه لرو، زموږ د خاورې ساتنه دغه ځوانان کوي، چې هره ورځ قرباني ورکوي.”

ده له افغان ځواکونو وغوښتل، چې له خپلو خلکو سره ښه سلوک وکړي.

د کرزي په خبره، په دې وروستيو کې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې، د ملي اردو سرتېري د خلکو پر کورونو ننوتي او خلک يې له کورونو وتلو ته اړ کړي دي.

کرزى وايي، امنيتي ځواکونه بايد داسې سلوک ولري، چې خلک يې په ليدو د امنيت او ډاډ احساس وکړي او هغوى د خپل ځان مدافع وبولي.     

ولسمشر همداراز د افغانستان په زندانونو کې د بنديانو د ځورونې په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې سره وويل، چې د ځورونې د مخنيوي لپاره يې اړوندو ارګانونو ته د کلکو اقداماتو امر کړى دى.

کرزي زياته کړه: “لس کاله زه په دې مصروف يم چې د افغانستان د خلکو بشري حقوق محفوظ شي او د امريکا او له دنيا سره مې پر دې ټکر کړى دى، دا به د شرم ځاى وي ، دا به د افسوس ځاى وي چې موږ امريکا، ناټو او خارجيان د خپلو خلکو د حقونو له تخلف څخه بند کړي وي …، خو خپله بيا د خپلو خلکو له حقونو تخلف کوو. پردي ته به وايو چې مه کوه او خپله به خپل خلک ازاروو.”

کرزي په بنديخانو کې د ځورونې د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکلى و، چې تېره اونۍ يې په خپل راپور کې وويل، چې بنديان يواځې د نيولو پر مهال شکنجه شوي دي.

Related Topics