کابل ( پژواک ۲۹ سلواغه ۹۱ ) : په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان وایي چې د ولسمشر حامد کرزي پر هوایي عملیاتو بندیز لګول به ددوی پر عملیاتو کومه اغیزه ونه کړي.
د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ دغه څرګندونې د سلواغې په ۲۹مه، په کابل کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
ولسمشر حامد کرزي پرون وروسته له هغه پر افغان ځواکونو بندیز ولګاوه، چې له دې وروسته به ناټو څخه د هوایي مرسته ونه غواړي چې دغو ځواکونو تیره اونۍ د همدغه ډول یوې غوښتې وروسته پر عامو خلکو بمبار وکړاو دیو شمیر ماشومانو په ګډون یې ۱۰ تنه عام وګړي ووژل.
په هوایي بریدونو کې د عامو وګړو وژل د تیرې ۱۱ کلنې جګړې یو له ستونزمنو موضوع ګانو څخه و، چې دافغان او امریکایي ځواکونو ترمنځ یې پر سر اختلافات وو.
د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جوزف ډنفورد وایي چې دی له افغان دفاع وزارت او نورو پوځي چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي، څو د ولسمشر کرزي لخوا داعلان شوي بندیز نور جزيیات ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې : (( افغانستان یو خپلواک هیواد دی او ولسمشر یې خپله خپلواکي پالي.))
د نوموړي په وینا، ناټو باوري دی چې دوی دافغان ولسمشر د سپارښتنو سره سم اغیزمن عملیات ترسره کولی شي، ځکه چې د ناټو پخواني قوماندان جنرال الن هم د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه د هوایي بریدونو د موثر کارولو لپاره سپارښتنې کړې وې.
جنرال ډانفورډ ویلي : (( موږ به افغان ملي ځواکونو سره د ناټو د تخنیکي سپارښتنو په رڼا کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوو.))
دنوموړي په وینا، افغان ځواکونه باید د عملیاتو پر مهال دخپل ولسمشر فرمان په نظر کې ونیسي او ناټو کولي له هوایي ځواک پرت هم افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP