Language

په بلخ کې د دولت ١٦ مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شول

مزارشريف (پژواک ٢ کب ٩١): په بلخ ولايت کې د سولې د عالي شورا مسوولين وايي، چې د دهدادي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون د دولت ۱۶ وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځای شول.

د سولې د عالي شورا د کمېسيون مشر حاجي اخترمحمد ابراهيم خېل د کب په ۲مه د يادو کسانو د ځاى کېدو د مراسمو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چاربولک او دهدادي ولسواليو کې د دولت پر خلاف جنګېدونکی ګروپ له دوی سره يو ځای شو.

نوموړي زياته کړه، د يادې ډلې مشر خان ګل، چې په حاجي مير مشهور دى د دهدادي لپاره د طالبانو د ولسوال په توګه يې د دولت ضد کړنې ترسره کولې.

د هغه په وينا، چې يو ځاى شوو کسانو ١٥ ميله وسله هم دوى ته سپارلې ده.

د يادې ډلې مشر خان ګل پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو پنځو کلونو يې د دولت پر خلاف جګړه کې برخه اخيستې او نور ستړی شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((په دې وروستيو کې راته فکر پيدا شو، چې هسې د وطن د نا ارامه کولو لپاره حرامه جګړه کوو، بې ګناه خلک مو ووژل او خپله هم ووژل شو؛ نور به بس وي.))

د هغه په وينا، دوی به د هغو مشرانو له خوا رهبري کېدل، چې په پاکستان کې اوسېږي او دلته جګړه پلان کوي او پر مخ يې وړي.

 خان ګل وويل، دوی د پيسو په بدل کې جګړه کوله، خو اوس پرې پښېمانه دي.

د سولې د کمېسيون مشر ابراهيم خېل وويل، چې په دغه ولايت کې د سولې د پروسې له پيله تر دې دمه د دولت د مخالفينو ۳۱ ګروپونه، چې د کسانو شمېر يې ۲۸۳ ته رسېږي، د دې پروسې له لارې له دولت سره يو ځای شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغو کسانو ته به د يو اندازه پيسو د ورکړې ترڅنګ د سواد زده کړې کورسونه ورکول کېږي او په پراختيايي چارو کې به پر دندو ګومارل کېږي.

وسلوالو طالبانو په دهدادي کې د يادو کسانو د تسليمېدو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics