جلال اباد(پژواک٣ کب،٩١) : د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وايي ، چې که په افغانستان کې د خلاصو سرچينو سافټ ويرونه استعمال نه شي، نو ښايي په راتلونکي کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تخنيکي مرستيال بريالي حسام د کب په درېيمه پژواک خبري اژانس ته د هغه ورکشاپ په ترڅ کې دغه څرګندونې وکړې ، چې د ننګرهار په پوهنتون کې د اوپن سورس په اړه محصلينو ته داير شوى و.
اوپن سورس سافټ وير هغه سافټ ويرونه دي، چې هر څوک کولى شي خپلې ژبې ته يې واړوي او بې له کوم فيس څخه يې وکاروي.
حسام زياتوي، چې غواړي د اوپن سورس سافټ وير په ټول هېواد کې رواج کړي، تر څو نورې نړېوالې کمپنۍ چې که وغواړي د کاپي رايټ قانون پلي کړي بايد دوى يې بديل ولري.
ده زياته کړه : ((کمپنۍ راځي وايي چې تاسې زموږ سافټ ويرونه استعمال کړئ نو موږ ته به خپله کلنۍ ماليه راکوئ، د دې په خاطر چې موږ خپل اوپن سورس سافټ ويرونه لرو دا پروګرام مو په لاره اچولى.))
د حسام په خبره ، چې دوى به ورته سيمينارونه د هېواد په ټولو لويو ولايتونو کې په لاره اچوي.
همداراز د مخابراتو وزارت مرستيال زياتوي چې دوى د برېښنايي تذکرو په برخه کې هم کار کړى.
د ده په وينا، چې د بريښنايي تذکرو ويش به د جنايي پېښو په کموالي کې هم مرسته وکړي.
ده زياته کړه : ((تذکره به يو چيپ ولري چې ټول مالومات به د هماغه کس په اړه په کې خوندي وي.))
حسام د سايبر سيکوريټي يا امنيت په اړه هم وايي ، چې يو ځانګړى رياست يې جوړ کړى ، چې د ټېلېفوني مکالمو او همداراز د انټرنيټي پېغامونو په خونديتوب کې به کار کوي.
د افغانستان د اوپن سورس مشر اسرار احمد وايي چې په دغه برخه کې يې يو قوي پلان جوړ کړى.
هغه زياته کړه : (( دا چې په راتلونکي کې زموږ نه کومه کمپنۍ د پېسو تقاضا ونه کړي، نو دا سافټ ويرونه وړيا دي .))
د ده په خبره، مخکې له دې چې افغان دولت له يوې لويې ستونزې سره مخ شي ،نو مخکې له مخکې يې د اوپن سورس سافټ ويرونو په برخه کې کار پيل کړى.
ده زياته کړه : ((موږ په ننګرهار کې هم يوه اداره جوړه کړه او د عامه پوهاوي په برخه کې به کار کوو.))
د افغانستان د اى سي ټي ادارې مشر عمر منصور انصاري وايي ، چې په دې وروستيو کې يې د پښتو ژبې په فنټونو کار کړى او په دغه برخه کې لويه لاسته راوړنې لري.
هغه زياته کړه : ((موږ ډيکشنري جوړه کړې، د سپيل جوړونې په برخه کې مو کار کړى، چې د يوې کلمې سمه بڼه کمپيوټر جوړه کړي.))
د ده په خبره ، چې دوى په دې وروستيو کې شاوخوا اتيا ويب سايټونه د دولتي ادارو لپاره جوړ کړي او کوښښ کوي، چې داسې يو سيسټم ورته جوړ کړي، چې يو څوک وکولى شي عريضه هم د دغه ويب سايټ له لارې وکړي.