Language

مزار شريف (پژواک،٤کب٩١): په بلخ کې د ترافيکي پېښې له امله  ١١ تنه مړه شوي  او ٢٤ نور ټپيان دي.

د بلخ د ترافيکو مدير حسين خان دکب په ٤مه پژواک خبري اژانس  ته وويل ، چې دغه پېښه تېر ماخوستن ( شپږ نيمې بجې ) د کابل – مزار پر لويه لار د خلم ولسوالۍ او حيرتان ترمنځ د غونډ والګاه په سيمه کې رامنځته شوې ده .

دى وايي ، چې ياده پېښه د  ٣٠٣ ډوله  او کاماز موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده .

هغه زياته کړه،چې د سپرلۍ ٣٠٣ ډوله  موټر  د جوزجان ولايت له  اقچي ولسوالۍ څخه د کابل پر لور روان وو او کاماز مزار ته پر لاره و.

 د ده په وينا، دغه پېښه د سپرلۍ موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده .

د مزارشريف د ملکي روغتون رييس ډاکتر غوث الدين انوري پژواک ته وويل، چې بيګاه دوى ته د اتو کسانو مړي او  ٢٧ ټپيان وروړل شوي دي .

ده  زياته  کړه، چې په ټپيانو کې ٣ تنو د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او ورسره  د وژل شويو کسانو شمېر يوولسو  ته ورسېده.

دده په خبره په وژل شويو کسانو کې يوه ميرمن او دوه ماشومان شامل دي او په ټپيانو کې دوه ميرمنې او دوه  ماشومان شامل دي او پاتې نور لويان نارينه دي .