مزارشريف (پژواک ٦ کب ٩١): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پاکستان په کوېټې ښار کې د وروستيو چاودونو په اړه د شيعه ګانو د وژنې په غبرګون لاريون وشو.
په دې وروستيو کې له ډيورنډ کرښې اخوا په کوېټه ښار کې د چاودنو او ځانمرګو بريدونو له امله تر سلو زيات کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
لسګونه ځوانان، چې په کوېټه کې د وژل شويو کسانو تصويرونه ورسره وو، لاسونه يې په سره رنګ کړي او په کاغذونو يې په انګليسي ژبه STOP ليکلي وو، د کب په ۶مه، د بلخ ولايت د بلخ ملي تلويزون مخې ته راغونډ شوي او په کوېټه کې د وروستيو چاودونو په ترڅ کې د شيعه ګانو د وژنې په غبرګون يې شعارونه ورکول.
د لاريون ګډونوال محمدجعفر پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی په کوېټه کې د مسلمانانو د وروستيو وژنو په غبرګون راوتلي دي.
نوموړي په ټول افغانستان کې د دغو وژنو په غبرګون د لاريونونو په توګه د مبارزې د ژوندۍ ساتلو هيله وکړه او له افغان حکومت څخه يې په نړيواله کچه د يادو وژنو په اړه د څار غوښتنه وکړه.
د هغه په وينا، له تېرو څو کلونو په سيمه کې د مسلمانانو په خلاف د وژنې ستر پلان د پلي کېدو په حال کې دی، چې بايدپه حکومتي او ولسي توګه يې مخنيوی وشي.
جعفر وويل، په کوېټه کې په وژل شويو کسانو کې د افغانستان اوسېدونکي هم وو، چې په همدې موخه افغان حکومت بايد د يادې مسئلې پر وړاندې غلی پاتې نه شي.
نوموړي له پاکستان څخه د يادو وژنو د عاملينو د نيولو غوښتنه وکړه.
د لاريون بلې ګډونوالې کاملې، چې په کوېټه کې د وژل شويو کسانو انځور يې په لاسونو کې نيولی و، پژواک اژانس ته وويل، په کوېټه کې د مسلمانانو د وژنې پر وړاندې د نړۍ نور مسلمانان ولې غلي دي.
نوموړي زياته کړه: “د نړۍ د نورو مذهبونو خلک په دغه ډول حالاتو کې د يو بل لاسنيوی کوي؛ خو مسلمانان، چې دين يې ورته د ورورولۍ درس ورکړی، غلي ناست دي.”
د هغې په وينا، پاکستان بايد پر مسلمانانو د مسلمانانو د وژنې روانه لړۍ بنده کړي او د کوېټې د وژنو عاملين ژر تر ژره ونيسي.
ياد لاريون د کومې ځانګړې ډلې له خوا نه، بلکې د مزارشريف د اهل تشيع ځوانانو (هلکانو او نجونو) له خوا تنظيم کړای شوي و، چې شمېر لسګونو تنو ته رسېد.