ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بمبار په حصارک کې ملکي وګړي او طالبان ووژل

بمبار په حصارک کې ملکي وګړي او طالبان ووژل

author avatar
25 Feb 2013 - 10:15
بمبار په حصارک کې ملکي وګړي او طالبان ووژل
author avatar
25 Feb 2013 - 10:15

جلال اباد (پژواک ٧ کب ٩١): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمبار کې د يوه مهم طالب قوماندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون له لسو بجو راهيسې افغان ګډو ځواکونو په يادو وسلوالو پسې د پلټنې عمليات پيل کړي او له مقاومت سره هم مخ شوي دي.

هغه زياته کړه، د دغو عملياتو په پاى کې پرون ماښام مهال د وچ خوړ په سيمه کې يې پر وسلوالو بمبار کړى، چې په پايله کې يې يو مهم طالب قوماندان اول ګل له څلورو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

ده وايي، له وژل شوي قوماندان او د هغه له وسلوالو د حصارک خلک په تنګ راغلي وو.

نوموړى زياتوي، چې په پېښه کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د سيمې اوسېدونکي وکيل پژواک ته وويل، چې په پېښه کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((يو زموږ ګاونډى دى او بل هم يو دوکاندار دى.))

دى زياتوي، په وژل شوو کې يوه يې، چې اول ګل نوميږي، له وسلوالو سره اړيکې درلودې.

د يادې پېښې په اړه د دولت مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ياده دې وي، چې حصارک د ننګرهار له هغو نسبتاً ناامنو ولسواليو ده، چې د کوکنارو د کښت درجه هم په کې له يو شمېر ولسواليو لوړه ده.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.