Language

په شمال کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى

مزارشريف ( پژواک ٧ کب ٩١ ) : په مزارشريف کې د شمال زون د خبريالانو ټولنه وايي، چې په مزارشريف کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دی.

د دغې ټولنې د خبريالانو د دفاع کمېټې مسوول قيوم بابک د کب په ۷مه، په مزارشريف ښار کې د ننګرهار له خبريالانو سره د ملي امنيت د کارکوونکو لخوا د شوي چلند په غبرګون غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې په شمال کې هم د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دی.

نوموړي په جلال اباد ښار کې د خبريالانو پر وړاندې شوی چلند د اساسي قانون او د رسنيو قانون خلاف عمل وباله.

پرون په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت پر يوه ودانۍ تر ځانمرګي بريد وروسته د ملي امنيت کارکوونکي ګڼ شمېر خبريالان وډبول او دهغوى وسايل يې هم واخيستل.

د هغه په وينا، له خبريالانو سره ورته چلند يواځې په ختيځ زون کې نه، بلکې د هېواد په شمال  کې هم کېږي، چې د دندو پر مهال خبريالان له ستونزو سره مخ وي.

بابک وويل، چې د تېر کال په اوږدو کې په شمال کې له دوی سره د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۰ پېښې ثبت دي، چې دوه يې په فارياب ولايت او اته نورې يې په مزارشريف  ښارکې رامنځ ته شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو پېښو کې، ګواښ، وهل ټکول، د ژورنالېستيکو اسبابو اخيستل او د معلوماتو نه شريکول شامل دي.

په مزارشريف کې د مهر تلوېزون خبريال نسيم رحيمي پژواک اژانس ته وويل، چې څو ورځې وړاندې يې د مزارشريف د يوې امنيتي حوزې د کړنو په اړه راپور جوړ کړی و.

نوموړي زياته کړه، چې د راپور له خپرېدو څخه دوه ورځې وروسته د خپل دفتر مخې ته، څو کسانو له موټر څخه ښکته کړ او د چاقو وارونه يې پرې وکړل.

د هغه په وينا، دغو کسانو ورته د امنيتي مسوولنو پر وړاندې د خپاره شوي راپور يادونه کوله، چې ولې يې خپور کړی و.

د شمال د خبريالانو د ټولنې مشر سميع الله غوښتون وويل، چې حکومت بايد دننګرهار ولايت له خبريالانو سره شوی چلند وڅېړي او عاملين يې قانون ته وسپاري.

نوموړي زياته کړه: ((دولتي لوړپوړي چارواکي په نړيواله کچه د بيان ازادي خپله لاس ته راوړنه ګڼي او دننه په هېواد کې له خبريالانو سره د بيان د ازادۍ خلاف عمل کوي.))

د هغه په وينا، که چېرې حکومت د خپلې لاس ته راوړنې څارنه ونه کړي؛ نو لرې نه ده، چې د ورته کړنو له امله د بيان ازادي په پوره توګه له ګواښ سره مخ شي.

Related Topics