Language

هرات ( پژواک ٧ کب ٩١ ) : په هرات کې ځايي چارواکو په رباط سنګي ولسوالۍ کې د چاڼيزو  عملياتو پر مهال د پنځو وسلوالو طالبانو او د ملي اردو ديوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.

په لوېديځ زون کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ وياند ډګروال نجيب الله نجيبي د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عمليات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ملاحېدر په نامه د يوه طالب قوماندان پر کور تر سره شول.

هغه زياته کړه ، چې په عملياتو کې  د دغه طالب قوماندان په ګډون ۵ تنه طالبان ووژل شول.

د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى هم ټپي شوى ، خو يوې بلې سرچينې وويل ، چې دا سرتېرى وژل شوى دى.

طالب وياند قاری يوسف احمدي هم په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې  ده.

رباط سنګي د هرات ښار شمال لوېديځ ته په ۱۳۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري .