کابل ( پژواک ۹ کب ۹۱ ) : دامریکا نوي ټاکل شوي ددفاع وزیر چک هیګل ویلي چې هندوستان دافغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.
د واشنګټن ورځپاڼې د راپور له مخې چې تیره ورځ خپره شوې، دامریکا نوماند ددفاع وزیر چیک هیګل دغه څرګندونې څه موده مخکې دیوه پوهنتون په یوه غونډه کې کړې وې، خو دا خبرې یې پټې ساتل شوې وې.
سرچینې زیاته کړې چې اوس یوه خبریال دهغه ددغو څرګندونو ویډیو او خبرې خپاره کړي دي.
هیګل په دې څرګندونو کې ویلي چې هندوستان دافغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او د پاکستان په خاوره کې هم له ترهګرو ډلو سره مرسته کوي.
د نوموړي په وینا، هندوستان په افغانستان کې پر سوړ جنګ لاس پورې کړی دي او په دې سره خپلې ګټې ترلاسه کوي.
خو دامریکا ددفاع وزیر ددغو څرګندونو سمدستي وروسته په واشنګټن کې دهندوستان سفارت دغه څرګندونې په کلکه رد کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې هندوستان دافغانستان دسولې او بیارغونې لپاره مرسته کړې او بیا به یې هم کوي.
ددواړو هیوادونو ترمنځ دغه ناندرې په داسې حال کې رامنځته شوې چې دهندوستان د ملي امنیت سلاکار پرون کابل ته راغلی و او له ولسمشر کرزي سره یې په بیلا بیلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP