ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان د پوهنې رياست ٥،٧ ميليونه افغانۍ غلو يوړې

د پروان د پوهنې رياست ٥،٧ ميليونه افغانۍ غلو يوړې

author avatar
4 Mar 2013 - 12:46
د پروان د پوهنې رياست ٥،٧ ميليونه افغانۍ غلو يوړې
author avatar
4 Mar 2013 - 12:46

چاريکار (پژواک ١٤ حوت ٩١): د پروان ولايت د شېخ علي ولسوالۍ د پوهنې د کار کوونکو د دوو مياشتو د تنخوا ٥،٧ ميليونه افغانۍ وسله والو غلو وړې دي.

د پروان د پوهنې رييس زلمي شهيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پيسې تېره ورځ له غرمې وروسته د ولايت له مرکز څخه د شېخ علي ولسوالۍ ته د لېږد پر مهال د دې ولسوالۍ د تنګي لعلي له سيمې غلو وړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پيسې له مرکز چاريکارو څخه د يادې ولسوالۍ د پوهنې امريت په کرولا موټر کې د شېخ علي د پوهنې کار کوونکو له چاريکارو څخه شېخ علي ته لېږدولې.

دى وايي، چې د تنګي لعلي په سيمه کې دوو وسله والو غلو موټر درولى و، لومړى د پوهنې کارکوونکي يې ډبولي او پيسې يې له ځان سره وړې وې.

د شېخ علي ولسوال هم دغه پېښه تاييدوي او وايي، چې  غلو د پوهنې کار کوونکي لومړى ډبولي او هوايي ډزې يې هم کړې وې.

دى وايي، چې غله په تنګي لعلي کې له پيسو سره يو ځاى د غره خوا ته تښتېدلي دي.

د پروان د پوهنې مشر وايي، دا لومړى ځل دى چې په دغه ولايت کې داسې پېښه رامنځته کېږي.

هغه وويل، چې د پېښې په اړه يې د پوهنې وزارت ته راپور ورکړى او د شېخ علي د ښوونکو او پوهنې رياست د نورو کار کوونکو د دوو مياشتو (مرغومي او سلواغې) د تنخوا په اړه به تصميم ونيسي.

د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وايي، دغه وزارت  ياده  موضوع  جمهوري رياست ته وړاندې کوي .

ده وويل ، چې د وړانديز د قانوني پړاوونو تر وهلو وروسته به د هغو کسانو تنخوا حواله شي ، چې د تنخوا پيسې يې غلو وړي دي . 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.