کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن د پاکستان حکومت «جعلي» بللی او ویلې یې دي چې د پاکستان واکمنان د ټاکنیزو درغلیو له لارې واک ته رسېدلي او اوس یوازې د هغو کسانو د ګټو لپاره کار کوي چې دوی یې واک ته رسولي دي.
نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.
فضلالرحمن د پاکستان حکومت ته په خطاب کې ویلي: «تاسو جعلي حکومت یاست، تاسو مات شوي خلک یاست؛ هغو کسانو چې د ټاکنیزو درغلیو له لارې واک ته رسولي یاست، د همدې څوکۍ پوروړي یاست او یوازې د هغوی د احسان بدل ادا کوئ.»
هغه زیاته کړې چې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره یې خیبر پښتونخوا کې د اوسني وضعیت او روانو لاریونونو په اړه د سهار په اوو بجو لیدنه کړې او د ده استدلالونه منلي وو، خو تر نهو بجو یعنې دوو ساعتونو شریف بېرته له خپل دریځ په شا شوی دی.
مولانا فضلالرحمن دغهراز د پاکستان حکومت «بېوسه» بللی او ویلي یې دي: «د پاکستان واکمنان چې پر کوم اس سپاره دي، واګې یې له دوی سره نه، بلکې د بل چا په لاس کې دی.»
نوموړي همدارنګه ویلي، چې د پاکستان حکومت هڅه کوي څو خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت په اعلانولو سره د پخوانیو قبایلي سیمو غرونه او معدني زېرمې تر خپل واک لاندې راولي.
هغه پوښتنه کړې چې ولې د والي واکمني په ټوله خیبر پښتونخوا کې نه اعلانېږي او یوازې پخوانۍ قبایلي سیمې او څلور ولسوالۍ په دې پرېکړه کې شاملې دي. نوموړي د کرم او اورکزیو د ناامنۍ یادونه هم کړې او پوښتلي یې دي چې که د دغو اقداماتو دلیل ناامني وي، نو ولې یادې سیمې ترې مستثنا دي.
فضلالرحمن ویلي چې د بلوچستان امنیتي وضعیت هم باید په پام کې ونیول شي او که د ناامنۍ له امله په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلانېږي، نو د ده په وینا، په بلوچستان کې هم د ورته اقدام دلیل موجود دی.
نوموړي د پاکستان له واکمنانو غوښتي چې د خلکو له حقونو او برخلیک سره لوبې ونه کړي او زیاته کړې یې ده چې د حکومت د غیرډیموکراټیکو او استبدادي اقداماتو پر وړاندې به مبارزې ته دوام ورکړي.