جلال اباد(پژواک ١٩کب،٩١) : په ننګرهارولايت کې د سيد جمال الدين افغان ١١٦م تلين ونمانځل شو.
په دې مناسبت د کب په ١٩مه د جلال اباد ښار په عيد ګاه جومات کې د نهاد جوانان مسلمان (نجم) له لوري د سيد جمال الدين افغان ١١٦ تلين غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د ننګرهار ولايت سربيره د يو شمير نورو ولايتونو وګړو هم برخه اخيستې وه.
د نهاد جوانان مسلمان د ټولنې رييس ډاکټر رحمت الله زاهد وايي ، چې د سيد جمال الدين افغان له ياد کنفرانس څخه يې موخه په ټولنه کې د خپلو مشرانو پېژندل او د هغوى په تګلاره تګ کول دي.
نوموړي زياته کړه ، چې د خپل مکلفيت له مخې، د خپل هېواد دا ستر نابغه ، چې د افغانستان په سياسي او تعلمي برخه کې يې له بل هر چا څخه ډېر کار کړى ياد کنفرانس يې ځوانانو ته ترتيب کړى دى.
دى وايي : ((موږ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ورته کنفرانسونه لرو ، تر څو نوموړى خپلو ځوانانو ته ښه وروپېژنو.))
د زاهد په وينا ، دولت د سيد جمال الدين افغان له مړينې وروسته د نوموړي نوم له پامه غورځولى او پکار ده چې د ده په نوم ګڼ اکاډميک ځايونه نومول شوي واى او همداراز د ده له کارنامو څخه يې خپل ځوانان خبر کړي واى.
هغه پر دولت غږ وکړ، چې دافغانيو پر نوټونو دې د نوموړي انځور چاپ کړي، ځکه چې د نوموړي خدمت، په هره برخه کې لکه د لمر په څېر روښان دى.
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد پوهندوى منګل شېرزاد پژواک اژانس ته وويل ،چې سيد جمال الدين افغان د ملي وحدت هغه سر لارى دى، چې شاوخوايونيم سل کاله مخکې يې افغانان ملي وحدت ته رابللي او د افغانستان په پرمختګ کې يې ګڼې هلې ځلې کړې دي.
ده زياته کړه :((نوموړى يو نه هېرېدونکى شخصيت دى او د ده نوم به تل روښانه وي.))
استاد شېرزاد پر ځوان نسل غږ وکړ، چې د خپل راتلونکي لپاره د سيد جمال الدين افغان تګلاره يو مشال وګرځوي، تر څو له بدبختيو خلاص شي.
د افغانستان د جمعيت اصلاح د نشراتو رييس عبدالفتاح جواد وايي ، چې دا ډول کنفرانسونه د ځوان کهول په پرمختګ او د خپلو مشاهېرو د تګلارو په غوره کولو کې ستر رول لري.
هغه زياته کړه : (( زه ډېر خوشحاله يم چې نن د سيد جمال الدين افغان په اړه کنفرانس دى،خداى دې وکړي چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم دغه ډول کنفرانسونه جوړ شي.))
علامه سيد جمال الدين افغان په کال ١٢٥٤ هجري سپوږميز کال د شعبان په مياشت کې، چې له ١٨٣٩ زېږد کال سره برابر دی د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې په يوه ديندوسته کورنۍ کي زېږېدلى دی.
نوموړى د اسلامي نوښت بنسټګر او يو فعال سياسي غړی و، چې د اسلامي ملتپالنې يو مخور پلوي هم و.
سيد جمال الدين افغان ١٨٩٧ زيږيز کال د مارچ په نهمه په استانبول کې له دې دنيا سترګې پټې کړې، چې هملته خاورو ته وسپارل شو.
د ۱۹۴۴ زېږيز کال په وروستيو کې د افغانستان د دولت په غوښتنه د هغه جسد بېرته افغانستان ته ولېږدول شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارلی شو .
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن