Language

غزني کې د ازادو خبريالانو ټولنه جوړه شوه

غزني ښار (پژواک ۲۱ کب ۹۱): په غزني ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ازادو رسنيو د خبريالانو ټولنه (ميډيا سنټر) جوړه او پرانيستل شوه.

دغه ټولنه په داسې حال کې جوړه شوې، چې په دغه ولايت کې په تېرو لسو کلونوکې خبريالانو د راټولېدو کوم مرکز نه درلود، چې له امله يې خبريالان له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

پرون تر غرمې وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې په کې د ٣٥ چاپي، غږيزو، تصويري او انټرنټي رسنيو، ليکوالانو او شاعرانو برخه اخيستې وه، د نوې ټولنې لپاره رييس، مرستيال، منشي او مالي مسوول د ټاکنو له لارې وټاکل شول.

په دغو ټاکنو کې په غزني کې د بي بي سي راډيو خبريال اسدالله جلالزی د رييس، د بست باستان اژانس خبريال محمدحسين رحيمي د مرستيال په توګه د جمهور خبري سايټ خبريال سيد وحدت ابدالي د منشي په توګه او او د باختر اژانس مدير راز محمد تلاش د مالي مسوول په توګه وټاکل شول.

د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس بسم الله شريفي چې په دغو مراسمو کې يې برخه اخيستې وه، پژواک اژانس ته وويل: ((موږ ډېر مهم کال په مخکې لرو، چې غزني د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه ټاکل شوى دى، ليکوالان او خبريالان بايد په دې برخه کې خپل مهم رول ولوبوي.))

هغه زياته کړه، چې رياست يې په پام کې لري په دغه ولايت کې د ۲۰۱۳ کال په وياړ په غزني کې د فرهنګيانو، شاعرانو، ليکوالانو، خطاطانواو نورې ادبې ټولنې جوړې کړي، څوله دې لارې د غزني خپل تاريخ او پېژندنه نورو ته وړاندې کړي.

شريفي وايي، دا بايد ومنل شي چې له دې مخکې په غزني کې د فرهنګ لپاره هېڅ کار نه دی شوی، خو له دې وروسته په دې برخه کې ډېر کار ته اړتيا شته.

نوموړي وويل، چې په دغه ولايت کې د خبريالانو د ټولنې ټاکنې په ښه توګه ترسره شوې او د هر ډول ملاتړ ډاډ يې ورته ورکړ.

د غزني خبريالان د دې ټولنې په جوړېدو خوښ دي او زياتوي چې له دې وروسته به دوى په ګډه کار کوي او خپلو ستونزو ته به په ګډه د هوارۍ لارې چارې لټوي.

په غزني کې د کليد راډيو خبريال محمدعارف نوري پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې خبريالان تل د بېلابېلو لورو له خوا ګواښل شوي، خو چا يې پوښتنه هم نه ده کړې.

هغه زياته کړه، د دې ټولنې په جوړېدو سره به يې اوس ستونزې په کرار کرار هوارې شي.

Related Topics