جلال اباد(پژواک٢٢کب،٩١) : په ننګرهار کې معيوبينو د جلال اباد ښاروالۍ دروازې تړلي او وايي، چې ښاروال او يو شمېر نور ولايتي چارواکي د غاصبينو ملاتړ کوي.
معيوبينو نن د کب په ٢٢ مه له سهاره د ننګرهار د ښاروالۍ رياست لويو دروازو ته قلفونه اچولي وو، او ويل يې چې تر څو د قاسم اباد په ښارګوټي کې د دوى د ځمکو مسئله نه وي حل شوي، تر هغه به په کراره نه شي.
د معيوبينو د اتحاديي رييس مسعود ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له تېرو نهو کلونو راهيسې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې، دوى ته د قاسم اباد په ښارګوټي کې يوه،يوه نومره ځمکه ورکړل شوې وه، چې له بده مرغه تر اوسه پورې دوى ترې نه دي مستفيد شوي.
دى وايي: ((ټول زور واکان دي، که چارواکي دي او که نور، موږ سره د ملکيت سند هم شته، خو څوک يې نه راکوي.))
هغه زياته کړه ، چې څه موده مخکې د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي له لوري د دوى تر منځ يوه پرېکړه وشوه ، چې دوى ته به ځمکه ورکوي، خو له بده مرغه هغه فيصله سرچپه شوې ده.
ساپي وويل : ((يو شمېر نورو غاصبينو ته يې ځمکه ورکړې او موږ بې برخليکه ګرځو.))
د ساپي په وينا، چې په قاسم اباد ښارګوټي کې دوى ټولې ١٣سوه نومرې حق لري ، چې اوس ښاروالي او يو شمېر نور زور واکي پرې سترګې پټوي.
د عبدالولي په نامه يوه بل معيوب وويل، چې په نهو کلونو کې دوى ته تر اوسه پورې ځمکه نه ده ورکړل شوې، حال دا چې دوى د ځمکې سندونه په لاس لري او ټول قانوني مراحل يې طى کړي دي.
دى وايي: ((همدا ښاروال او نور چارواکي د غاصبينو ملاتړ کوي.))
نوموړى وايي ، کومو خلکو چې ياده ځمکه غضب کړې او د دوى حق يې لاندې کړى هغه د ښاروالۍ له مسوولينو او ولايتي چارواکو سره نږدې اړيکې لري او همدا چارواکي هغوى ته د غصب لاره هواروي.
خو د ننګرهار ښاروال لعل اغا کاکړ پژواک خبري اژانس ته ومنله، چې د قاسم اباد په سيمه کې ستونزې موجودې وې، خو وايي چې په دې وروستيو کې د ننګرهار والي يو پلاوى ټاکلى و، چې له مخې يې ياد ستونزه هواره شوې او سبا ورځ به يو شمېر معيوبين له دوى سره سيمې ته ځي، تر څو ځمکې ورته ووېشل شي.
هغه زياته کړه: ((٤٨٨نومرې به موږ معيوبينو ته ووېشو،خو د دوى حق ١٣سوه نومرې دي.))
ښاروال دا هم زياتوي، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه ښارګوټي ته پراختيا ورکړي ، چې د پاتې شوو کسانو نومرې به په هماغه ځاى کې ورکړي.
خو معيوبين بيا د ښاروال دا خبرې ردوي او وايي ، چې له اتو کلونو راهيسې له دوى سره د دغه ښارګوټي د پراختيا ژمنې کيږي، خو تر اوسه پورې يې درک نه دى لګېدلى، دوى دا هم وايي چې يوشمېر خلکو چې ځمکې يې غصب کړي، هغوى ته دولت څه نه وايي، مګر دوى چې قانوني اسناد لري بيا ځمکه نه ورکول کيږي .
ښاروال د معيوبينو دا ادعاوې هم ردوي، چې ګواکې دوى د غاصبينو ملاتړ کوي، دى زياتوي چې دوى هېڅکله هم داسې حرکت نه کوي ، چې د ولس د خفګان سبب دې وګرځي.
ښاروال وايي: ((خو دلته يو قومي مشکل راجوړيږي،موږ خو نور څه نه لرو يواځې انجنير لرو،نه ټوپک لرو او نه بل څه .))
ياده دې وي، چې په ننګرهار کې د ځمکو د غصب لړۍ ورځ تر بلې په پراخېدو ده ، چې د احصايې له مخې، له شاوخوا سل زره جريبو څخه زياته ځمکه غصب شوې ده.