اسعداباد (پژواک، ٢٢ کب ٩١): د کونړ چارواکي وايي، د يوه قوماندان په ګډون ديارلس وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شول.
د کونړ والي فضل الله وحيدي د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د قوماندان نورګل په مشرۍ ١٣ تنو، چې د کونړ په دانګام او اسمار ولسواليو کې يې د دولتي او نړيوالو ځواکونو پر خلاف بريدونه کول، نن يې وسله پر ځمکه کېښوده.
ده زياته کړه، دا کسان د ملي امنيت په هلوځلو له دولت سره يوځاى شوي او ژمنه يې کړې، چې وروسته له دې د خپلو خلکو خدمت کوي.
د والي د معلوماتو له مخې، د سولې شورا له جوړېدو څخه راپدېخوا په کونړ کې له دوه سوو زياتو وسله والو له جګړې لاس اخيستى، چې ډېرو ته يې د کاروبار زمينه هم برابره شوې ده.
هغه له نورو وسله والو طالبانو هم وغوښتل، چې ستونزې د جګړو پر ځاى د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
د يادې شوې ډلې مشر قوماندان نورګل پژواک اژانس ته وويل، دوى له تېرو څو کلونو راهيسې د دولت او نړيوالو ځواکونو پر خلاف جګړه کوله.
د د ه په وينا: “ما په خپله خوښه ټوپک په ځمکه ايښی، روان جنګ راته داسې ښکاره شو چې موږ او تاسې ورور وژنه کوو؛ ما په تا وژني او تا په ما، موږ له دې کار څخه نفرت وکړ او د سولې شورا ته راغلو.”
خو وسله والو طالبانو له حکومت سره د دې يوځاى شوې ډلې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.