غزني ښار (پژواک ۲۴ کب ۹۱): په لومړي ځل د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د نږدې ۵۲۸۰۰ نيالګيو اېښودلو لړۍ د کب په ٢٤مه پيل شوه.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د دغو نيالګيو ايښودلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې يو نيالګى هم نه و ايښودل شوى.
هغه زياته کړه، چې اوس يې د غزني د اوبو د تنظيم رياست او يو شمېر ملي سوداګرو په مرسته د دوه پنځوس زره اته سوه نيالګيو اېښودلو لړۍ پيل کړه.
د ولسوال په وينا، د يو شمېر نورو ادارو او ملي سوداګرو له خوا ورسره په دې برخه کې د نورې مرستې ژمنې شوې دي.
ديسي وال وويل، چې دغه نيالګي به د ولسوالۍ په ټولو سيمو کې کېنول کېږي او بيا به ترې څارنه هم کوي.
د غزني د اوبو د تنظيم رييس شفيق احمد، چې د دې لړۍ پيلولو په مراسمو کې يې ګډون کړى و، پژواک اژانس ته وويل، دوى په پام کې لري ، چې په نورو ولسواليو کې هم دغه پلان پلى کړي.
د د نيالګيو اېښودلو په دغه حشر کې د اندړو ولسوالۍ لسګونو ځوانانو هم برخه اخيستې وه.
د جاوېد په نوم يوه ځوان پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې امنيت ښه شوى ، ځکه خو په پراخه کچه خلکو په دغه کمپاين کې برخه اخيستې ده.
خو هغه له خلکو وغوښتل، چې د دغو نيالګيو پالنې او څارنې ته زياته پاملرنه وکړي.